سویلي کوریا د ګډ صنعتي ښارګوټي برښنا پرې کړې ده
سویلي کوریا د ګډ صنعتي ښارګوټي برښنا پرې کړې ده
د جنوبي کوریا کارکوونکو ته امر شوی چې یوازې له شخصي توکو سره له پارکه ووځي
د شمالي کوریا دولت د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې د سوېلي کوریا ټول کارکوونکي یې له صنعتي پارکونو ایستلي، د جنوبي کوریا دولت ددغه پارک اوبه او برېښنا غوڅه کړې ده.
د جمعې په ورځ (فبروري ۱۲مه)، د جنوبي کوریا د یووالي وزیر هونګ یونګي پیو وویل، د شمالي کوریا د پرېکړې په غبرګون کې یې له دغه هېواد سره د کایسونګ صنعتي سیمې برېښنا او اوبه پارچاو کړي دي.
ښاغلي هونګ وویل، شمالي کوریا په ناقانونه ډول د جنوبي کوریا د شرکتونو ټول مالونه بند کړي او کارکوونکي یې ایستلي دي.
نوموړي دغه ګام د اندېښنې وړ وباله خو وايي چې شمالي کوریا باید ددغه ګام اخیستو د پایلو مسؤولیت پرغاړه واخلي.
تېره وځ، شمالي کوریا اعلان وکړ چې د کایسونګ صنعتي پارک یې په بشپړ ډول بند کړی او اوس یې د پوځ تر کنټرول لاندې دی.
په دغه پارک کې د جنوبي کوریا نژدې دوه سوه او اتیا کاروونکو کار کاوه چې شمالي کوریا ټول وایستل، او یوازې د شخصي کالیو اخیستلو اجازه ورکړل شوه.
په کایسونګ کې د جنوبي کوریا شرکتونو زرګونو کسانو ته کار پیدا کړی و.
شمالي کوریا وايي ددغه پارک د بندولو او د جنوبي کوریا د وګړو د ایستلو پرېکړه یې د ”جنوبي کوریا د دوښمنانه اقدام” په غبرګون کې کړې ده.
په تېره چارشنبې، جنوبي کوریا وویل، په کایسونک پارک کې یې د یوسل او څلورویشتو شرکتونو فعالیتونه په ”موقت” ډول ځنډولي دي.
وړاندې، شمالي کوریا ددې ګام په غبرګون کې د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ د بېړنیو اړیکو د تیلیفون لیکه غوڅه کړې وه.
کایسونک صنعتي پارک په ۲۰۰۴ کال په سیمه کې په همدې نامه په شمالي کوریا کې کار پیل کړ.
ددغه پارک جوړېدل د دواړو کوریاګانو له ناپوځي سیمې نژدې لس کیلومتره لیرې پروت دی.