د ګډ مجلس له امله سعودي عربستان ۱۱ تنه په بند محکوم کړل

د سعودي عربستان یوې محکمې ۱۱ تنه په دې تور په بند محکوم کړل، چې ښځينه او نارینه يي یوځای یوې میلمستیا ته ور غوښتي وو.

ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، چې د عربستان یوې محکمې د دغه هېواد په جده ښار کې ۶ ښځې او ۵ نارینه په یو کال زندان او ۳۰۰ درو محکول کړل.

دوی هغه مهال د پولیسو لاس ته ورغلل، چې ګاونډيان يې پولیسو ته د دوی له مجلس کولو خبر ورکړزنان عربستان (2).

د عربستان پولیس وايي، چې له دوی څخه يې د شرابو بوتلونه هم موندل شوي دي.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې یو ۷۴ کلن بريتانياوی په دې دلیل ۳۷۸ درو ووهل شو، چې په خپل کور کې يې کورني شراب جوړول او وروسته بیا د عمر د زیاتوالي له امله له زندانه خوشې کړی شو.

سعودي عربستان په منځني ختیځ کې يو تر ټولو پیاوړی او ثروتمند هېواد بلل کيږي، خو په دغه هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ډېر له ګواښ سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *