په پاکستان کې د القاعدې او جنګوي ډلې لسګونه غړي نیول شوي دي

د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته وویل، په دې عملیاتو کې د نعیم بخاري او صابر خان په نومونو د ‘لشکر جنګوي’ اورپکې ډلې دوه قومندان او د هند په نیمه وچه کې د القاعدې شبکې مرستیال فاروق بهاتي نیول شوي دي120816143115_kamra-attock-attack

د پاکستان پوځ ویلي، کراچۍ ښار کې یې د ترهګرۍ پرضد عملیاتو پرمهال د کارچۍ بند او د هېواد په سوېل کې د ‘القاعدې’ شبکې او ‘لشکر جنګوي’ ډلو د درو قومندانانو په ګډون ددغو ډلو تر ۹۴ ډېر غړي نیولي دي.

د پوځ په یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، پوځ په کراچۍ کې د امریکا ‘وال سټریټ ژورنال’ د وژل شوي خبریال ډانیال پرل د قاتل خالد عمر شیخ د خوشي کولو د دسیسې شنډولو په موخه عملیات وکړل.

خالد عمر شیخ په حیدر آباد کې بندي دی.

د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته وویل، په دې عملیاتو کې د نعیم بخاري او صابر خان په نومونو د ‘لشکر جنګوي’ اورپکې ډلې دوه قومندان او د هند په نیمه وچه کې د القاعدې شبکې مرستیال فاروق بهاتي نیول شوي دي

د پوځ ویاند زیاتوي، نیول شویو کسانو د هېواد پر هوايي ډګرونو او د پولیسو پر تاسیساتو په لویو بریدونو کې لاس درلود.

جنرال باجوه وویل ”د عملیاتو پایلې وښوده، چې ټولې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې د لویو بریدونو لپاره له یو بل سره لاسونه یو کړي”.

پوځ وايي، په نیول شویو کسانو کې لاهور کې پر مهران هوايي اډې د برید سمبالوونکي هم شته

نوموړي دا هم وویل، د نعیم بخاري په ګډون ځینو نیول شویو کسانو حیدر آباد کې پر زندان د برید لپاره پلان درلود.

د پاکستان دغه پوځي چارواکي ویلي، خالد عمر شیخ په ۲۰۰۲ کال خبریال ډانیال پرل له تښتولو وروسته وژلی، چې اوس عمر شیخ د حیدر آباد زندان کې بندي دی، خو اورپکو هوډ درلود، چې پر زندان برید وکړي او نوموړی خوشی کړي.

باجوه ادعا کوي، چې له نیول شویو اورپکو سره د پولیسو یونیفورم او د زندان نقشه هم موندل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *