په دې وروستیو کې د ترکیې په سیاسي ناستو کې یو ځل بیا د(تورس) سفین رنګییو موټرو په هکله چې وژنې به یې د نامالومو په ډول تر سره کولي خبرې شوې دي.

د (۷صباح) خبري آژانس دریپوټ له مخې: د ترکیې لومړي وزیر داود اوغلو څه موده وړاندې د دیاربکر په سیمه کې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال خبرداری ورکړی وو: که چیرې د عدالت او پرمختیا ګوند بریالی نشي نو یو ځل بیا به په کرد میشتو سیمو کې توروس بیاض موټر را څرګند شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کچشمه های کردستانې د خلق دموکراتیک ګوند د ترکیې پارلمان له لوري د هیواد په یو شمیر سیمو کې د پوځي حکومت د اعلان وضعیت په هکله د څیړنو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه (مرال دانش) چې د آدانا خلکو استازی او د خلق دموکراتیک ګوند غړی دی ویلي: د ترکیې په تاریخ کې هیڅ کله د پوځي حکومت موضوع په دې کچه کړکیچنه شوې نه وه او هیڅ کله په دې کچه د بشر له حقونو سرغړونه نه وه شوې. حتی د کودتاوو پر مهال چې له دې څخه د نولس سوه اتیایمې او نولس سوه یو اویایمې کودتاوې د بیلګې په ډول یادولی شو. په نولس سوه نویم کال کې هم د دومره اوږد مهاله حکومت د شتون چې پکې د خلکو ژوندانه چارې منع شوې وي شاهدان نه یو پاتې شوي.

ده زیاته کړې: اوس په ډيریو کردي ولایتونو کې له شپاړسو ورځو راهیسې تر اوسه پوځي حکومت اعلان شوی دی او تر اوسه دوام لري او د دولت په وینا تر هغې چې دا سیمه کور په کور او سیمه په سیمه پاکه شوې نوي دا حالات به همداسې دوام ولري.

همدارنګه دانش ویلي: په واقعیت کې دا هیواد په داسې ډول له دروغ ویلو سره مدیریت کیږي چې نور نو د هیڅ په هکله نه تعجبیږو. په ډيریو کردي سیمو کې د دولت د مخالفو کسانو د تښتولو شاهدان یو. دې کسانو د ټاکنیزو تبلیغاتو پر مهال د دولت پر ضد او د کردي ګوندونو په ملاتړ ډیرې هڅې کړې دي او اوس د حاکم ګوند په بریا سره په ناڅاپي دول تري تم شوي دي.

ده د حاکم ګوند پر سیاستونو نیوکه کړې ویلي یې دي: داوود اغلو د بیاض توروس په هکله خبرې کوي او خلک د ویرې له مخې دوی ته رایې ورکولو ته هڅوي او اوس په خپله د قاتلینو موتر د خلکو په لور پر مخ بیاییي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *