د حلب ښار ټولو وسله والو ته د اوربند په هکله د داعش وړاندیز
د حلب ښار ټولو وسله والو ته د اوربند په هکله د داعش وړاندیز
د سوریې حلب ښار کې د سوریې دولتي سرتیرو په پرمختګ سره، د اعش د مخالفین ایتلاف ته یو وړاندیز کړی دی. د داعش دا وړاندیز د یاسر ابو عمار په نامه د یوه کس له لوري ایتلاف ته رسیدلی دا وړاندیز د جیش الفتح او الجبهه اشامیه ته سپارل شوی دی:
- د دواړو خواوو ترمنځ اورنبد او د بریدونو بندیدل
- د دواړو خواوو د ټولو بندیانو خوشي کول.
- د لویو لارو پرانستل د خوړو او سوند توکو لیږدولو ته د اجازې ورکول
- د داعش پر وړاندې د ډلو نه هڅول
- دعملیات اتاق باید دټولو هغه ډلو مخنیوی وکړي کوم چې ددې وړاندیز له پلي کیدو مخنیوی کوي. ددې هوکړې له مخې او هره ډله چې دا پریکړه نه مني او د داعش پر وړاندې جنګیدلې او په هره هغه ډله د پلې کیدو وړ ده کوم چې سرغونه یې کړې وي. که چیرې هره ډله له دې هوکړې سرغړونه وکړي د نظام څیره خواره حسابیږي.
- ددې هوکړې د پلې کیدو نیټه تر شپږو میاشتو ده او له دې مودې وروسته به ددې هوکړې غځول وڅیړل شي او که چیرې ددې اړخونوڅخه یوې لپاره د منلو وړ نه وي جګړه به یو ځل بیا پیل شي ترهغې چې خدای ج زمونږ ترمنځ حکم ورکړي او دی تر ټولو ښه حکم کونکی دی.
- جنګي او پوځی ګامونه د سوریې د نظام او تحریم په لور د حرکت وکړي.
- د هر ډول ستونزې د حل لپاره اویا د هر لوري څخه د سرغړونې له مخې به د ډلو سره د اړیکو له مخې هوکړه وټاکل شي.
- د وسله والو ډلو له لوري له داعش سره هر ډول چلوټه او داددوی له لوري له برید سره به د هوکړې د لغوې په مانا وي.
- دا هوکړه رسمي نده او دهیڅ لوري له خوا به په رسمي پاڼو کې نه چاپیږي. خو تاسې د عملیات اتاق په دې هکله پریکړه کې خپلواکه یاست.
- وسله والی ډلې یوه اونی وخت ته اړتیا لري چې دا مسله وڅیړي او دې پوښتنو او غوښتنو ته ځواب ووایې. د ځواب نه ورکول به ددې وړاندیز د نه منل کیدو په مانا وي. دا نیټه د پیژندل شویو کسانو له لیدنو سره پیلیږي کله چې یاسر ابو عمار الباب راشي، دا هغه کس دی چې به حلب کې د نورو وسله والو او داعش دلې د باور وړ منځګړی کس دی. هغه ډلو چې دا وړاندیز د سه شنبه په ورځ ۲/۲/۲۰۱۶ منلی او الباب ته راغلې دي.
- د لیوالتیا له مخې د عملیاتو اتاق کولای شي په حلب ښار کې درې لارې رامنځ ته کړي.