دلندن چاپ العربی الجدید ورځپاڼی په یوه اطلاعاتي ریپوټ کې لیکل شوي دعراق یوی اطلاعاتی ډګروال ځخه یی د عراق نفت دداعش له لوری ترکیی او اسرایل ته خپور کړ

د خاورمیانه خبري آژانس د الوعي نیوز له لوري ریپوټ ورکړی، چې د نmavad-e-naftiړۍ څلویښتو هیوادونو له لوري د داعش مرسته کولو په تړاو د ولادیمیر پوتین له څرګندونو وروسته نړیوال د داعش لویي مالي سرچینې ته چې د عراق او سوریې له تیلو څخه یې ترلاسه کوي پام اوښتی دی.

د العربي الجدید ورځپاڼې په دې هکله په خپاره شوي ریپوټ کې ویلي چې دا مالومات دعراق کردستان د امینتي مسولینو له لوري خپور شوی، د ابراهیم خلیل پوله ایزو کارکونک او له داعش څخه د تیلو پیرودونکي له لوري یې پخلی شوی دی.

ددې ریپوټ له مخې: داعش په سوریه او عراق کې پر تیلو کار څلور ویشت ساعته کړی او د دې تیلو ځینې ټانکرونه د زاخوا سیمې ته چې له موصل سره په اتیا کیلو متری کې پروت دی بیولي او په ډيره لوړه بیه یې پلوري. په ډې معامله کې پیرودونکي له لسو تر پنځه ویشت سلنه پیسې نقدې تر لاسه کوي او پاتې نورې ترکیې ته د تیلو په رسیدو سره تر لاسه کوي. په دې سیمه کې له دې موټر چلونکو څخه موتر هغه موټر چلونکو ته سپارل کیږي کوم چې تریکې ته د تګ جواز لري او په خپله له خالي ټانکرونو سره بیرته د داعش تر واک لاندې سیمو ته راګرځي.

له داعش څخه پیردول شوي تیل د عراق له کردستان څخه د اخستل شویو تیلو تر سیوري لاندې ترکیې ته استول کیږي. له دې وروسته دا تیل په ساتنځایونو کې د ترکیې میت سازمان په مرسته ځای پر ځای او د مدیترانې سمندر په څنډه کې پر اروپایان په ټیټه بیه پلورل کیږي.

درې صادرونکي شرکتونه د داعش له لوري پلورل شوی تیل له مرسین ، دورت پول، جیهان، اسدود بندرونو څخه چې د اسرایلو تر واک لاندې دي لیږدوي. هغه ټانکرونو ته په پاملرنې سره چې هره ورځ د داعش تر واک لاندې له سیمو لیږدول کیږي داسې ښکاري چې داعش هره ورځ له پنځه پنځوس څخه تر شپیتو زرو بوشکو تیل چمتو کوي او هره بشکه له دیارلسو تر پنځه لسو ډالرو په ارزانه بیه پلوري.

د ګرینویچ پوهنتون د ریپوټ له مخې د داعش پوځي لاسته راوړنې د تیلو د صادراتو په کچه چې د ترکیې له بندرونو صادریږي څخه ناڅه معناوې لري. د اسرایلو د تیلو نړیوال شرکت د وینا له مخې چې له ترکیې شرکتونو سره شریک دي د داعش هر بوشکه تیل په اروپایي هیوادون له دیرشو تر پنځه دیرشو ډالرو پلوري. د اسرایلو دې مسول ویلي:« که اسرایل نه وی ددې تیلو لویه برخه به په سوریه، عراق او ترکیه کې پاتې شوي وو».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *