دغه مشر ته روانه مياشت کې سزا ورکړل شوې وه

د راپورونو له مخې شمالي کوريا د خپل پوځ مشر جنرال ري يونګ ګېل اعدام کړی دی.

د جنوبي کوريا یونهپ خبري اژانس د ناڅرګندو سرچينو له خولې خبر ورکړی، چې يونګ ګېل د فساد او شخصي ګټې کولو له امله پړ بلل شوی و150821024950_south_korean_army_soldiers_640x360_yonhapafp.

تر اوسه دا خبرونه په خپلواکه توگه نه دي تاييد شوي ځکه له شمالي کوريا څخه د راغلو راپورونو په ازاد ډول تاييد ګران دی.

د پوځ دغه مشر ته روانه مياشت کې سزا ورکړل شوې وه.

جنرال ری د ۲۰۱۳ کال په لومړيو کې د کېم جونګ اون له خوا د شمالي کوريا د پوځ مشر په توګه ټاکل شوی و او بيا د جنرالۍ رتبې ته لوړ شوی و.

تېر کال جنوبي کوريا ويلي و، کله چې په ۲۰۱۱ کال کې کېم جونګ اون واک ته ورسېد شاوخوا ۷۰ کسان يې اعدام کړي .

په عيني حال کې جنوبي کوريا ويلي چې د شمالي کوريا د اوږد واټن توغندي تر ازمېښت وروسته يې د دواړو هېوادونو ګډه صنعتي کارخونه تړلې ده.

د جنوبي کوريا حکومت وايي دا ګامونه ځکه اخلي چې د شمالي کوريا د اتوم او توغنديو د تېکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګونو مخه ونيول شي.

د کايسونګ په دې کارخونه کې د جنوبي کوريا څه د پاسه ۵۰ زره کارګر کار کوي چې شمالي کوريا ورڅخه زيات عايدات ترلاسه کوي.

بل خوا جاپان هم پر شمالي کوريا د يکشنبې ورځې د توغنديو ازمايښت له امله بنديزونه لګولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *