د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې، العبادي د هېواد په لروبرو کې د حکومتي لګښتونو د کمولو او له فساد سره د مبارزې په موخه د اصلاحاتو راوستلو اعلان وکړ.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي پخپل حکومت کې د ‘مهمو’ بدلونونو راوستلو غوښتنه کړې ده، چې په وینا یې د سیاسي تړاو پرځای به وزیران د اکاډیمیک شالید او تجربې له مخې ټاکل کېږي160210040751_abadi_640x360_ap_nocredit.

العبادي په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل ”د وزارتونو په کچه د مهم بدلون غوښتنه کوم، چې اکاډیمیک او تجربه کاره مسلکي کسان به پکې شامل وي”.

نوموړي له پارلمان او ټولو سیاسي ډلو هم وغوښتل چې ”په دې خطرناک پړاو کې له موږ سره همکاري وکړي”.

د عراق پر نظام ګڼې نیوکې کېږي، چې ګني حکومتي پوستونه یې پر بېلابېلو ډلو وېشل شوي، چې دې کار د نامناسبو کسانو د نوماندېدو او فساد لپاره لاره هواره کړې ده.

العبادي په ۲۰۱۴ کال د اصلاح راوستلو له ژمنو وروسته واک ته ورسېد. د نوموړي پر سلف نوري المالکي تور و چې ګني سیاسي واک یې انحصار کړی، او سني عربان واک ته نه پرېږدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *