څیړنه — سعودي عربستان په تیرو دریو لسیزو کې د کلتوري او موروثي نمونو لاندې، په الجنادریه کې کوخه چې ریاض ته نږدې پرته سیمه ده د جشنونو په تر سره کولو سره خوښۍ لمانځي. دا جشنونه د سعودي عربستان د پادشاه په نیغې څارنې، ملي ګارد او د عربستان د مفتیانو په منل کیدو سره تر سره کیږي چې موخه یې د یو ډول فورصت څخه د سعودي عربستان د حکومت د ګټې پورته کونه ده چې د ځان لپاره یو تحلیل لري، د دې ټکي وړاندې کول تحریف شوی دی چې غواړي له رسنیو یې لري وساتي او لاریونونه او نیوکې څنډې ته کړي.

له دې سره د حضرت نبي کریم ص د مبارک میلاد جشن له تحریم سره چې د داعش پلوو او د سعودي عر30.JPG.815x390_q85_crop_upscaleبستان له لوري تحریم شوی دی. ددې کلتور چې دیني او مذهبي جرړې لري د عبدالرحمن بن عبدالعزيز السديس، دمسجد الحرام او مسجد نبوی، ټولو چارو مدیر د دې جشن لمانځل یې د اسلامي ارزښتونو له مخې ښودلي او ټول مسلمانان ددې غوښتونکي دي.

له هغه ځایه جې د عربستان د حکومتي لارښونو سازمان په پاملرنې او په دې مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون او په الجنادریه په څیر په جشنونو کې د خلکو ګډون په د مانا دی چې د عربستان اوسیدونکي له اوسني رژیم څخه ملاتړ کوي. د تیرو کلونو په لړ کې په دې ډول جشنونو کې د سعودي عربستان چارواکیو د اخلاقي فساد پر وړاندې کوچونۍ غبرګون هم ندی ښودلی او نه یې د مخنیوي لپاره کوم ګام پورته کړی دی. که چیرې پاملرنه وکړو په سعودي عربستان کې د میرمنو لپاره د موټرو چلولو اخلاقي فساد شمیرل کیږي خو له نارینه وو سره د همدي میرمنو نڅا چې د عربستان تر بیرغ لاندې تر سره کیږي او په هغه جشنونو او سیمو کې په لاره اچول کیږي کوم چې د سلمان بن عبدالعزیز انځورونه څوړند وي او په عربستان کې د رسنیو د پاملرنې وړ ګرځي او د سعودي عربستان مفتیان یې مني اخلاقي فساد نه شمیرل کیږي.

له بل لوري په عراق او سوریه کې د فوتبال سیالی لیدل او د داعش پر خلاف د شبکو لیدل، د دوخانیاتو کارول، دنورو ښارونو د سفر لپاره چمتوالی او د نورو دیني او اسلامي کارونو تر سره کول چې د داعش تر واک لاندې په سیمو کې تر سره کیږدي د داعش له لوري د مرګ ګواښ له ځان سره لري. څارونکي دا پوښتنه کوي چې ولي دا ترهګریزې او د اسلام په نامه را پورته شوې ډلېې په سعودي عربستان کې ددې ډول جشنونو او مراسمو د مخینوي هڅې نکوي؟ د مخنیوي هڅې خو یوې خواته پریږده حتی چې ددوی دغندنې لپاره یوه کله هم نه وایي.

د داعش ترهګرې ډلې او د سعودي عربستان د کړنو څیړنې ډيری دا ډول پوښتنې رامنځ ته کولای شي او هغه څه له پردې را ایستلی شي چې له اسلام سره هیڅ ډول سمون نلري په داسې حال کې چې دواړه خواوې یو شانته موخې او اهداف لري. نو له دې مخې د داعش ترهګریزه ډله د آل سعود په خوښه چې د ریاض، جدې او الخبر جشنونه چې ددوی په خپله وینا امر به معروف دی په دې هیواد کې د لهو لعب په مرکزونو اوښتي دي او د دوی له لوري له هیڅ ډول مخالفت سره نه مخ کیږي خو په الرقه کې به د فوتبال لیدونکيو ته د سزا ورکړل دوام ولري!.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *