A former Taliban fighter looks on after joining Afghan government forces during a ceremony in Herat province on March 26, 2012. Twelve fighters left the Taliban to join government forces in western Afghanistan. The Taliban, ousted from power by a US-led invasion in the wake of the 9/11 attacks, announced earlier this month that they planned to set up a political office in Qatar ahead of talks with Washington. AFP PHOTO / Aref KARIMI (Photo credit should read Aref Karimi/AFP/Getty Images)

له تېرې اوونۍ راهيسې بغلان ولايت کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې عمليات روان دي

د افغانستان په شمال ختيځ کې د بغلان ولايت چارواکي وايې د پوځي عملياتو په ترځ کې يې “تراوسه ۱۳۰ مخالف وسله وال وژلي او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور يې ټپي کړی دي”.

د بغلان

A former Taliban fighter looks on after joining Afghan government forces during a ceremony in Herat province on March 26, 2012. Twelve fighters left the Taliban to join government forces in western Afghanistan. The Taliban, ousted from power by a US-led invasion in the wake of the 9/11 attacks, announced earlier this month that they planned to set up a political office in Qatar ahead of talks with Washington. AFP PHOTO / Aref KARIMI (Photo credit should read Aref Karimi/AFP/Getty Images)

والي عبدالستار بارز وايي، د عملياتو په ترڅ کې يې پراخې سيمې د وسله والو مخالفانو له ولکې ايستلي دي او د نورو ځايونو د پاکولو لپاره اوس هم عمليات روان دي.

د طالبانو ډلې تر اوسه د دغو کسانو د وژلو په اړه څه نه دي ويلي.

ښاغلی بارز وايي، د دوی له غاړې يو پوليس او د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او څلور تنه نور سرتېري ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي د واورو او بارانونو له امله هغې سيمې ته چې له ازبکستانه د را لېږدېدونکي برېښنا ستنه په کې غورځول شوې وه نه دي رسېدلي.

دغه عمليات د دلوې میاشتې پر شپږمه نېټه د افغان ولسمشر په امر د بغلان ولايت ډنډ غوري څخه پيل شوي و.

د بغلان والي وايي “اوس د مرکزي بغلان شاوخوا سيمې له وسله والو پاکې شوې او افغان ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي دي”.

نوموړي هيله ښکاره کړې، چې د واورو له پاکېدو به وروسته د برېښنا نړېدلو ستنو د جوړلو کار پیل شي.

ويل کېږي د افغان ځواکونو د عملياتو له پيل راهيسې په سيمه کې طالبانو د برېښنا ستنې نړولې دي چې له امله يې پلازمېنې کابل ته لېږدېدونکې برېښنا په ځينو سيمو کې قطعه شوې ده.

په همدې حال کې د بغلان ولايتي شورا وکيل شمس الحق بارکزي بي بي سي ته ويلي، “د دغو جګړو له امله يو شمېر کورنۍ بېځايه شوې دي”.

د نوموړي په وينا “د بېځايه شويو کورنيو لپاره يو ځانګړی ځای نشته، د ژمي او يخنۍ له امله څو کورنۍ په يوه کور کې اوسېږي”.

دی وايي يو شمېر بېځايه شويو کسانو يوازې يوه جوړه کالي له خپل ځانه سره راوړي او حکومت هم تر اوسه له دوی سره اړينې مرستې نه دي کړې.

د بغلان د ولايتي شورادغه غړی وايي د جګړې په لومړۍ کرښه، دنډ غوري کې يو شمېر کورنۍ هم نړېدلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *