د سورییی ستونزی د هواری په موخه د جینو دریمه غونده د تیری اونی د دوشنبی له ورخی په جدیت سره پیل شوی ده دا ناسته په داسی حال کی په سویس کی په لاره اچول شوی چی نریوال د یوه میز تر شا د تولو سوریانو د کشینولو هخه کوی ترخو هغه ستونزی هواری کری کوم چی ددوی ترمنخ شتون لری

د سوریانو ترمنخ او ددوی د پلویانو له لوری اختلافاتو دا ناسته هم تر خپلی اغیزی لاندی راوستلی ده او په سوریه کی هر شکیل هیواد هخه کو16F59424-8579-4D22-B40F-6EC92A6D3AA1_mw1024_s_nی ترخو ترخو د خپلو پلویانو لپاره دیر امتیازات تر لاسه کری اوس مهال دیری اختلافات د هغه وسله والو دلو په هکله دی کوم چی ترکیه او عربستان تری ملاتر کوی او داسی ویل کیزی چی ددی هیوادونو تر ملاتر لاندی دلی په هیخ دول نغواری د سوریی له دولت سره یوی هوکری ته ورسیزی له دی سربیره چی د سوریی دولت وسله وال مخالفین په خپلو کی اختلافات لری په تولیزه توگه د مخالفین او سوریی دولت ترمنخ هم لویی ستونزی شتون لری چی له منخه تلل یی دیر ستوزمن او حتی ناشونی شکاری

هغه ډلو چې د سوریې ستونزې د هواری په هکله د جینو درې په غونده کې سره را ټول شوي دي دې بیلا بیل ډوله نظرونه لري او ددی دا اختلافات یوې هکړې ته رسیدل له ستونزو او خنډونو سره مخ کولای شي. له دې اختلافاتو داسې ښکاري چې په سوریه کې ښکیل اړخونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نړیوالو غوښتنو او حتی د سوریې د خلکو اړتیاوته درنښت نلري او نه هم دوی ته د ددې ستونزو هوارول اړین او ارزښتناکه دي. د دولت وسله والو ډلو د دریځ ترڅنګ د سوریې دولت هم د خپلو مخالفینو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی او له دې داسې ښکاري چې د سورییې په جګړه کې ټول اړخونه د خپلو غوښتنو او پر تګلارو ټینګار کوي ترڅو وکولای شي له دې او دا ډول ناستو څخه ډیر امتیاز تر لاسه کړي. د پام وړ مسله خو داده چې مخکې له دې چې د سوریې په هکله د پخلاینې خبرې پیل شي دواړو غاړو او ښکیلو اړخونو یو او بل په سخت دریځی او د مقابل لوري د غوښتنو په نه پلي کیدو تورن کړي دي.

سوریه هم د سیمه ایزو نړیوالو سیایلو او ځواکمنو هیوادونو د جګړې په ډګر اوښتې ده. ددې هیواد په چارو کې ښکیل هیوادونو او ښکیلو ډولو په دې موخه د جینو په ناسته کې ګډون نه دی کړی چې د سوریې پنځه کلنې خونړۍ جګړې ته د حل یوه لاره رامنځ ته کړي دوی په دې ناسته کې ګدون کړی ترڅو نړیووالو ته وښیي چې دوی هم د یو شمیر خلکو پلویتوب له ځان سره لري او غواړي خپلو ډلو ته دنړیوالو پاملرنه را وګرځوي. خو په دوې کې د اسد مخالفینو په خپلو کې له ډیرو اختلافاتو سره مخ دي. د جینو په لومړی او دوهمه ناسته کې هم ددې اختلافاتو له امله د حل لارو په رامنځ ته کولو کې د غونډې ګډونوال پاتې راغلل او ویې نشو کولای ترڅو د سوریې کړکیچ ته د حل یوه لاره رامنځ ته کړي د حل لارې رامنځ ته کول خو یوه خوا حتی هڅه یې ونکړه ترڅو د یوې حل لارې په هکله په خپلو کې سره خبرې وکړي.

په دې لړ کې اوس هم ځینې کړۍ هڅې کوي چې د جنیو دریمه ناسته هم له ناکامۍ سره مخ کړي ترڅو د سوریې خونړۍ پنځه کلنه جګړه دوام وکړي. ددې هڅو یوه بیلګه د حضرت زینب زیارت ته نږدې بمې چاودنه وه چې له امله یې یو سل اویا کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سوریې د دولت استازي دا ځل له کوم څنډ پرته د جینو په دریمه ناسته کې د ګډون لپاره چمتو شول او د دې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازي اسټیفن دیمیستورا سره یې ولیدل. د سوریې په شمال کې د پوځ پرمختګ ددې لامل شوی ترڅو بشار اسد ته وفاداره ځواکونه له ډیرې مودې وروسته د لاذقیې استان ښار چې د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو مخالفینو په لاس کې وو تر لاسه کړي او ځانونه له ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې ورسوي. پّ سویل کې هم دولتي ځواکونه ډیره هڅه کوي ترڅو له خپلو وسله والو مخالفینو د حمص او درعا ښارونه پاک کړي. د سوریې دولتي سرتیري په دې جګړه کې د روسیې له هیوایي ځواک څخه هم برخمن وو چې دوی کولای شول دومره پرمختګ تر لاسه کړي.

د ا سد په ګته د نړیوال دریځ بدلون ښکارندویي هم د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس کړې ده. ده کله چې د ترهګری پر وړاندې په مبارزه کې د روسیي ځواکونو څخه د ملاتړ په هکله خبرې کولې وویل: له دې وروسته فرانسه له واکه د بشار اسد پر ګوښه کیدو ټینګار نکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په څرګندونو کې لوی توپیر هم ولیدل شو. دی چې د اټومي پلان په هکله له هوکړې وروسته ایران ته له سفر وروسته د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو سره په خبرو کې د یوه ملي یوالي حکومت چې بشاراسد به پکې هم ګډون ولري خبرې کړي دي په داسې حال کې چې مخکې له دې به دوی تل له واکه د بشار اسد د ګوښه کیدو خبرې کولې او پر دې ټکي به یې ټینګار کاوه. ده په دې خبرو کې ویلي چې د دولت وسله والو مخالفین باید دا ومني چې اسد د سوریې له راتلونکې سره نښلیدلی کس دی او باید په هغه ټاکنو کې دده نوماندي ومني کوم چې ټاکل شوې د اساسي قانون له سمون وروسته پیل شي او باید د سوریې دولت وسله وال مخالفین دې ته غاړه کیږدي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کری حتی د اسد مخالفینو هغه وړاندیز چې ددوی تر واک لاندې سیمو د کلابندۍ پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې وه رد کړه ترڅو له دې داسې ښکاره شي چې دبشار اسد استازي په ډک لاس د جینو دریمې ناستې ته ورغلي دي.

له بلې خوا د اسد وسله والو مخالفینو استازي په داسې حال کې د جینو دریمې ناستې ته حاضر شول چې ددوی ترمنځ هم لوی لوی مخالفتونه ښکاري. ددوی ځیني کسان په دي آند دي چې د جینو په ناسته کې ددوی ګډون موخه د سوریې ستونزې د هواری په موخه نه بلکې هغه پلان ته د غاړې ایښودل دي کوم چې له مخکې رامنځ ته شوی دی. هغه پلان ته چې جان کري په ریاض کې ورته نغوته کړې او ویلي یطوو چې د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه څلور پنځوس پریکړه لیک او د ایران د څلور اړخیز پلان له مخې د چارو سمون مسولیت به د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته سپارل کیږي.

د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو دا مشران په دې هم اندیښمند دي چې ولي په دې ناسته کې د هغه وسله والو مخالفینو له استازو پرته نورو وسله والو استازو هم ګډون کړی کوم چې د ریاض په ناسته کې پرې هوکړه شوې وه.

کردان، د سوریې دموکراتیکې شورا ریس هیثم مناع، د بدلون او خپلواکی جبهې مشر قدری جمیل، هغه کسان وو چې د جینو دریمې ناستې ته ندي ورغوښتل شوي خو د سوریې د دولت له لوري په رسمیت پیژندل شوي دي.

د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو څخه چې تیر شو دوی ایران او روسیې ته د سوریې د دولت د پناه غوښتنې له لاملونو څخه شمیرل کیږي. د سوریې حکومت ددې دوه هیوادونو په مرستې سره وکولای شول چې نوی ځواک تر لاسه او ددې هیواد په راتلونکې کې نوی نوم خپل کړي چې په دې سره سوریې ددې مرستو او همکاریو له مخې وکولای شول ترڅو د اروپا امریکا او ترکیې پر وړاندې په پښو ودریږي.

امریکا نور له وسله والو مخالفینو لاس اخستی دی. دا یو اصل دی هره هغه وسله واله ډله چې له هیواده بهر کار کوي او د پردیو هیوادونو مرستو ته یې سترګې نیولې وي خپلې موخې او اهداف یې د مرسته کونکي هیواد له موخو او پلانونو سره تړلي وي او بهرنیان هم هر چیرته چې اړتیا پیښه شي او ددوی ګټې خوندي کوي دا ډلې پلوري.

له دې مخې د سوریې اپوزییسیون هره ډله په هیڅ ډول نړیوالو مسایلو کې ځای نلري او په منځني ختیځ کې به هم د ځان لپاره ځای پیدا نکړي. پّ تیرو پنځو کلونو کې دا په ډاګه شوه چې بشار اسد د سیمه او نړۍ په کچه د انډول پّ ساتلو کې څومره رول لري او دا مسله د هغه هیوادونو لپاره چې مخکې له دې یې په دې برخه شک درلود او روښانه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *