د ملي یوالی له حکومت څخه د یو نیم کال په تیریدو سره په بیلو بیلو برخو کی حالات کړکیچن شوي دي. د ملي یوالي حکومت ترمنځ اختلافات او د دوه واکمنو ترمنځ ستونزې له دې سره چې په دې وروستیو کې رسانه یي کیږي نه خو د امنیت سیاست اقتصاد او نورو برخو کې ددوی د اختلافاتو اغیزه له ورایه ښکاري چې د ورځې په تیریدو سره یې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي. حکومت د هغه خپلو ژمنو پر خلاف کې په ټاکنیزو مبارزو کې یې کړې وې، د خپل منځیو اختلافاتو په له منځه وړلو د نړیوالو مرستو په تر لاسه کولو کې د همغږۍ په رامڼخ ته کولو او د افغانانو د ته د شه اقتصاد او هوسا ژوند په برخو کې پاتې راغلي دي. اوس مهاسیگار ۰۰۱ل د ملي یوالي حکومت د دوه ډلو ترمنځ اختلافاتو اغیزې پایلې په روښانه توګه تر سترګو کیږي او هغه څه دي چې لیدل کیږي.

په تیرو څوارلسو کلونو کې اوس مهال پر حکومت د خلکو باور او اعتبار تر ډیره زیانمن شوی او مونږ په تیرو دیارلسو کلونو کې هیڅ کله په دې کچې د سیاسي او اقتصادي اړخونو د ماتې شاهدان نه یو پاتې شوي او نه مو تجربه کړي دي. د ملي یوالي حکومت اوسنی حالت د دوه دوله تګلارې او سیاست له مخې رامنځ ته شوی دی چې یو اړخ یې د شخصي ګتو تر لاسه کولو هڅه او په کورنۍ برخه کې د ډير واک تر لاسه کول دی او بل اړخ یې هم لوی سیاستونه دي چې نشو کولای له حکومت څخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نوم لرې کړو. تیر کال د ټاکنیزو دوه لویو یا وتلو ډلو ترمنځ اختلافات دومره ډیر او دې دوه ډلو ته ملي ګټو اهمیت دومره لږ او بې ارزښته وو چې بهرنیانو ته یې د افغانستان د راتلونکې او برخلیک په هکله پریکړه وسپارله او دوی په ډې کې پاتې راغلل چې په خپله په یوه پریکړه کې پاتې راغلل

نو له دې مخې ویلی شو چې افغانستان د بهرنیانو له لوری د ورکړل شویو مرستو له مخې اړ دی ترڅو په خپله خوښه له ګامونو پورته کولو بې برخې شي

وسله والو طالبانو او ددوی پلویانو په تیر کال کې د هیواد په بیلا بیلو برخو او سیمو کې فعال فعالیت درلود. څرنګه چې وویل شول، په حکومت کې د ننه او د افغانستان په حوزه کې د لویدیځ تګلاره او سیاستونه له وسله والو مخالفینو سره د حکومت د پاتې راتلو له لاملونو څخه شمیرل کیږي. په دې نښتو او جګړو کې بیا پاکستان د مشری رول لری چې تل د جګړو له ډګرونو څخه ریپوتونه رارسیدلي چې پاکستان ددې جګړو مشري کوي. له دې څخه د کندز ولایت سقوط د وسله والو طالبانو په مرسته د پاکستاني جنرالانو له لویو لاسته راوړنو څخه شمیرلی شو. له دې جګړې وروسته ملي امنیت د کندز دپیښې د څیړنوې او له دې جګړې وروسته په خپلو ریپوټونو کې په جګړه کې د پاکستاني جنرالانو د شتون او ددوی د مشری پخلی کړی دی.

داسې ویل کیږي چې د بغلان ولایت جګړه هم تر ډیره د کندز جګړې ته ورته ده. د ملي اردو د مشرانو په وینا په دې جګړه کې هم ډيری جنګیالي پاکستانیان دي او د دې جګړې مشري کوي.

په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د پاکستاني پوځیانو پخوانۍ اړیکې بیلا بیل ډوله تاریخي او سیاسي اړیکې دي. په حقیقت کې د پخلاینې د خبرو لپاره د طالبانو ټول شرطونه له افغانستانه د پاکستان له شرطونو سره تړلي دي. پاکستان په تیرو لسیزو کې دا ښکاره کړې چې دوی په افغانستاان کې تر ټولو ځواکمن رول لوبولی شي. د تیرو کلونو په بهیرونو کې د پاکستان مداخلې ته په کتو سره اوس مهال پاکستان د افغانستان په چارو کې اغیزناکه هیواد ګڼل کیږي. د افغانستان حالات دوه لوی لوبغاړي لري چې یو یې امریکا او بل یې پاکستان دی. دې دوه هیوادونو تل د خپلو ګتو لپاره ګامونه پورته کړي دي او دا هڅه یې هم کړې چې د سیاستونو له کړیه ونه وځي. دا سیاستونو په دې ډول سره رامنځ ته شوي چې د یوه بل سره په ټکر کې ندي او نه هم راځي. خو په افغانستان کې د ګټو تر لاسه کول تل د پاکستان له لوري له ستونزو او کړکیچونو سره مخ وو او امریکایانو دا ستونزه نه درلوده، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته دا ستونزه په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده، خو دا پاکستان دی چې په افغانستان کې یې هر ګام له حساسیتونو سره مل وي او دا هیواد خپله ګټه د افغانستان په جګړه او ددې هیواد په ورانۍ کې ویني.

د سیگار له لوری د خپرو شویو ریپوتونو په خیر ریپوټونه له دې سره چې په افغاسنتان کې پر امریکایي کړنو څارنه لري په افغانستان کې ددې هیواد د لویو پلانونو د پلي کولو لپاره هم لاره هواروي او دا د لویدیځو رسنیو هغه ریپوټونو ته ورته دي چې د خپریدو موخه یې ځانګړې وي.

دا ډول ډيری ریپوټونه د خلکو د ذهنونو د بدلون لپاره خپریږي. اوس د سیګار ریپوټه ته ورته د ریپوټونو خپریدل د مخاطبینو دوه ډلې په نښه کوي لومړی مخاطبین یې افغانان دي. ددې ډول ریپوټونو خپرولو لومړۍ موخه داده چې په افغانستان کې د بهرنیو په ځانګړې توګه دامریکا شتون چې اوس یې وتلو ته هم لاره بنده ده، اړین دی. په تیرو کلونو کې هم په کراتو د امریکا یي او لویدیځو رسنیو له لوري دا ډول ریپوټونه خپاره شوي دي او ددې ریپوټونو له خپریدو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون او فعالیت توجیه شوی دی او افغانانو هم د رسنیو د ریپوټونو له مخې دې فعالیتونو ته غاړه ایښې ده. په روان کال کې د بارک اوباما له سیاست سره ورته په کړنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون وغځول شو او ددې شتون لپاره نوی پلان رامنځ ته کړل شو. داسې ښکاري دا چې سیګار اعلانوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني له کله چې ددوی رژیم نسکور شوی تر ټولو ډیره شوې او له بلیې خوا یې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د افغان حکومت فعالیت کمزوری او ماتیدونکی ښودلی کیدای شي په افغانستان او سیمه کې د واشنګټن د نویو پلانونو د پلي کیدو لپاره د لارې هوارول وي. او باید په افغانستان کې ددې هیواد مشرانو د نوی تګلارو په تمه پاتې شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *