د آسیا په لویدیځ کې د ترهرګود ملاتړو غونډه د هند مسلمانانو سیاسي شور ریس ډاکټر احمد رحماني، د منځني ختیځ کارپوه«ډاکټر ظفراسلام خان»، د هند د مسلمانانو سیاسي شورا منشي«میرمن تسنیم کوثر» د هند ځوانانو د انقلاب ریس «ابهیمنیو کوهر» په ګډون د هند په نوي ډهلې کې تر سره شوه.

په دې ناسته کې چې د د آسیا په لویديځ کې د ترهګرو د ملاتړ ور پيژندلو په نامه په نوي ډهلي کې او د ډاکټر تسلیم احمد رحماني په مدیریت تر سره شوې پکې پّ اسلامي نړۍ کې د بنسټپالی او ترهګری اغیزې وڅیړل شوې. په ې ناسته کې چې د شپږ شخصیتونو لکه: دکتر ظفر الاسلام خان، آبی11225424_494221584067479_8822450173726461885_o آنو، مجتبی فاروق، قاسم رسول الیاس او میرمن تسنیمه کوثر له وینا وو سره مل وه، د مسلمانانو ترمنځ د جګړې او اور لمبو د ډيرښت په هکله یې د لویدیځ د هڅو په هکله خبرې کړي دي.

ډاکټر تسلیم احمد رحماني ددې پوښتنې په ځواب کې چې څوک په مسلمانانو د ترهګرو نوم د تپلو هڅه کوي وویل: « ټول په دې پوهیږي چې صهیونیستیان د نړیوالو مسایلو تر شا لاس لري اوله دې پرته چې د خپلې جغرافیې لمن پراخه کړي بله موخه نلري.» ده د انتفاضه بهیرونو او هڅو او د اسرایلي نیواک ګر پروړاندې په تش لاس د فلسطینیانو مبارزې ته په نغوتې سره ویلي: « دوی ترهګر دي خو تر غوږونو په درنو وسلو سنبال اسرایلي ترهګری ندي! حماس د نیواک لاندې سیمو خلف زوی دی چې په میړانې د اسرایلو پر وړاندې دریدلي. دونیا په دې پوهیږي چې څوک ترهګر دي او څوک ندي». ډاکټر رحماني داعش دسیمې لپاره یوه تر ټولو ګواښونکي ترهګریزه ډله ښودلې ویلي یې دي: « ټول مسلمانان نارې وهي چې داعش د مسلمانانو له لوري ندی رامنځ ته شوی».

له بلې خوا د ملي ورځپاڼې منشي، ډاکټر ظفر الاسلام خان، د داعش د رامنځ ته کیدو جرړې په منځني ختیځ کې د صهیونیستیانو له لوري له رامنځ ته شویو ډلو سره تړلې بولي وایي: « په هیڅ دیني او اسلامي ښونځي کې دانسان د وژنې زدکړې ندي ورکړل شوې. طالبان او داعش د اسرایلو او امریکا له مدرسو زدکړې تر لاسه کړې ترڅو په دې سره اسلام او مسلیمین بدنامه کړي».

ددې غونډې یوه بل وینا وال، آبي منیو پّ سیمه کې د ترهګرو په رامنځ ته کولو کې د یو شمیر ځآنګړو هیوادونو لاس لرلو ته په نغوتې سره ویلي: «د ترهګری پر وړاندې د امریکا شعارونو پای ته رسول به لوی ګام وي چې باید پورته کړل شي. اوس مهال هغه کسان چې غواړي د دموکراسۍ زدکړې مونږ ته راکړي په خپله له دې کلمې سره پردي دي».

له دې سره دوی د شیخ نمر اعدامولو غندلي او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل ترڅو په دې هیواد کې د دموکراسۍ د رامنځ ته کولو په برخه کې هڅې وکړي. دوی په یمن کې د اوسیدنې پر سیمو د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونو ته په نغوتې سره ویلي، امریکا او اسرایل هم د یمنیانو په وژنو کې لاس لري او په دې جګړه کې ددوی جنرالانو او پوځیانو ګډون کړی دی نو ځکه ملګري ملتونه په دې برخه کې مداخله نکوي. ابي منیو کوهر له ټولو د بشر حقونو له سازمانونو وغوښتل ترڅو پّ یمن کې د جګړې پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د شیخ نمر لپاره باید یوه کمیټه رامنځ ته شي ځکه چې دی د قانون پر خلاف اعدام شوی دی.

د غونډې ټولو ګډونوالو اسرایل او امریکا په نړۍ کې د ترهرګرو په رامنځ ته کولو تورن کړل خو د غونډې یوه ګډونوال هم د سعودي عربستان په هکله څه ندي ویلي. یواځې ابي منیو په ډاګه پر عربستان تور پورې کړ وویل: عربستان په سیمه کې د نیواک ګرو ټولو غوښتنو ته غاړه ایښې ده او آل سعودي له مسلمانانو سره هیڅ ډول اړیکه نلري.

له بل لوري مجتبی فاروق د امریکا متحده ایالاتو د څیړنې د نشتون له مخې ټول مسلمانان د سیمې امینتي حالت ښه کیدو ته را وبلل.

په دې ناسته کې یوه بل روڼد آند قاسم الرسول، د امریکا او اسرایلو سیاست ته په نغوتې سره وویل دې سیاستونو ته داسې سمون ورکړل شو چې له دوی سره نور لویدیځوال هم ملګري دي ترڅو نړیوالو ته مسلمانان ترهګر ور وپیژني او د هغه کسانو له لوری ددوی پّ خوښه داسې کارونه تر سره کړي چې پ انساني او اسلامي کړۍ کې ځای نلري ترڅو اسلام نورو ادیانو ته په بل ډول ور وپیژني. ده ویلي: « هغه څواکمن هیوادونه چې منځنی ختیځ کې خپلې پانګې یوه برخه بولي پهدې سیمه کې د خپلواکۍ غوښتنې غږ بندوي او تر اوسه یې پّ دې برخه کې د اسلام تر نامه لاندې له ډولو ګټه پورته کړې ده. څرنګه چې په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته چې اسلامی حکومت رامنځ ته کیدونکی وو طالبان رامنځ ته کړل».

تسنیمه کوثر هم د داعش ترهګرې ډلې جنایات غندلي او ددې پوښټنې په وړاندې کولو سره چې «که چیرې د بوکوحرام او داعش په څیر ډلې پّ ریښتینې توګه اسلامي ډلې دي، نو ولي له یوه بل سره یوځای کیږي نه او اسرایل له منځه نه وړي؟» دې وړاند وینه کړې چې د اسرایلو او امریکا ور پیسې سیاست، له ننه د ترکیې له منځه وړل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *