د کوټې بريد کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي
د پاکستان بلوچستان مرکز کوټه کې پر سرحدي امنیتي ځواکونو برید شوی، چې د درو سرتېرو په ګډون لږترلږه نهه کسان پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پرغاړه اخیستې ده.
د بلوچستان د حکومت وياند انور کاکړ په وينا دا ځانمرګی بريد و چې د امنيتي ځواکونو او نيمه پوځيانو موټر په کې په نښه شوي وو.
نوموړی وايي “ځانمرګی بريدګر پر موټر سايکل سپور و”
د رپوټونو له مخې په برید کې د سرحدي ځواکونو یو موټر او ګڼ نور ګاډي هم ویجاړ شوي دي.
په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي، خو په وژل شویو کې درې سرتېري شامل دي.
برید لیاقت پارک ته څېرمه داسې ځای شوی، چې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه.
د بلوچستان دوو حکومتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.