د افغانستان په هکله د څلور ارخيزې ناستې دريم پړاو په اسلام اباد کي پيل شو
د افغانستان په هکله د څلور ارخيزې ناستې دريم پړاو په اسلام اباد کي پيل شو
د پاکستان لومري وزير ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز د غونډې په پرانستونکې وينا کي هيله مندي څرگنده کړې چي د غونډي گډونوالو په دي پړاو کي د خبرو د پيليدو څرنگوالي پلان رامنځ ته کړي
افغانستان، پاکستان، امريکا او چين ددې څلور اړخیزې غونډې ګډونوال دي او دریم پړاو یې نن په اسلام آباد کې په لاره واچول شو
د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ددې غونډې په پرانستونکي وینا کې هیله مندي څرګنده کړه چې په دې پړاو کې ګډونوال د افغان سولې لپاره د خپرو پیلیدو پلان په رامنځ ته کولو کې بریالي شي. ښاغلي عزیز ویلي: زه غواړم په دې ټینګار وکړم چې پآکستان په بشپړه توګه د ناامنیو د ډيرښت په هکله د افغانستان اندیښنه درک کړې ده
ده ویلي د تاوتریخوالي کمښت باید له اساسي موخو څخه وي او مونږ په دې باور یو چې د سولې په هکله خبرې به د تاوتریخوالي کچه را ټیټه کړي د پاکستان لومړی وزیر ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکی دی ځکه چې پّ افغانستان کې د سولې ټینګښت به په سیمه کې د امینت د رامڼخ ته کیدو لامل شي.
ویل شوي په دې غونډه کې د هغه طالبانو په هکله خبرې کیږي کوم چې له افغان حکومت سره د پخلاینې پلویان ندي او نغواړي له جګړې لاس واخلي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم په دې هکله د پلان د وروستي کیدو غوښتنه کوي ددې وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي: دوی هیله مند دي چې په دریم پړاو کې پلان رامنځ ته شي.
وسله والو طالبانو تیره اونۍ د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو په موخه خپل آړونه وړاندې کړې وو ددوی آړونه به بندخونو د طالب بندیانو خوشی کول له تور نوم لړ څخه ددوی د مشرانو د نمونو ایستل او له هیواده د بهرنیو سرتیرو وتل وو