له لسو ورځو راهیسې چې له ازبکستان نه کابل ته د برېښنا پایه پلخمري ښار ته نژدې نړول شوې، د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه سخته شوې ده.

د بغلان یو شمېر استازي وايي د طالبانو پر خلاف دغې لس ورځنۍ جګړې هېڅ پایله نه ده لرله.

تر اوسه لا د جګړې موسم نه دی رارسېدلی، خو دغه حالت خلک اندېښمن کړي دي. په افغانستان کي پسرلی د جګړې موسم دی. خو سږکال په ژمي کې هم بغلان کې جګړه وه.

لس ور702E68C2-FEBC-4BD5-8A6D-4E72F09F2921_w640_r1_sځې مخکې د برېښنا هغه پایه چې له ازبکستان څخه کابل ته برېښنا لیږدوي، نړول شوې ده. افغان دولت هم اړ سو چې دې سیمي ده پوځي ځواکونه واستوي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش وايي په بغلان کي پوځي عملیاتو کومه پایله نه ده لرلې:

”که دولت دلته د طالبانو د له منځه وړلو اراده و نه لري، دغه عملیات به کومه پایله ور نه کړي. بغلان چې شمال ته د ورتګ اصلي ځای دی، نو طالبان کولای شي د ټولو شمالي ولایتونو اړیکي له مرکز سره پرې کړي”.

په ولسي جرګې کې د بغلان استازی محي الدین بیا وايي چې په دې ولایت کې طالبان د پیاوړتیا په حال کې دي:

”تېره شپه ځینو ملګرو له پلخمري څخه راته زنګ وواهه، دوی ټوله شپه ويښ وو، ځکه وېره يي لرله چې کېدای شي طالبان پر پلخمری برید وکړي او ټول ښار به ونیسي. د افغانستان له داخل او بهره مزدور ځواکونه له طالبانو سره د مرستي لپاره بغلان ته راروان دي”.

خو د بغلان ولایت د والي ویاند محمود حقمل بیا وايي چې دوی پر افغان امنیتي ځواکونو باور لري او پوځي عملیات به د دې ولایت وضعیت بدل کړي:

”موږ د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا باور لرو. افغان ځواکونو خپلي لاسته راوړنې ساتلې دي، هیله مند يو چې حالت به بدل شي”.

څو ورځې مخکې افغان دولت د لوی درستیز د مرستیال جنرال مراد علی مراد تر قوماندې لاندې افغان ځواکونه بغلان ته واستول. خو د بغلان استازي وايي چې له هغه وخته چې دولت ښاعلي مراد بیرته کابل ته ورغوښتی دی، عملیاتو هیڅ پرمختګ نه دی کړی. له لسو ورځو راهیسې چې له ازبکستان نه کابل ته د برېښنا پایه پلخمري ښار ته نژدې نړول شوې، د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه سخته شوې ده.

طالبانو هم اعلان کړی چې د بغلان مرکز ته نژدي يې څو کلي نیولي دي. د بغلان د والي ویاند هم منلې چې طالبانو دوې امنیتي پوستې په دې سیمه کې نیولې دي.

ښاغلي عطاش او مهدي وايي، له هغه وخته چې د ډنډ غوري په اړه د دولت پلاوي او د سیمې د سپین ږیرو ترمنځ هوکړه لیک شوی. طالبان له پنځو میاشتو راهیسې په دې سیمه کې د خپلو ځواکونو پر روزنې او پیاوړتیا بوخت وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *