د غزني ولايت د برجگي ولسوالی د سيمو لارو پرانستلو لپاره بوديجه شتون نلري
د غزني ولايت د برجگي ولسوالی د سيمو لارو پرانستلو لپاره بوديجه شتون نلري
د دي ولايت د ټول گټې رياست له دي سره ويلي ددي سيمو اوسيدونکي له يوي اونۍ وروسته کله چي په دي سيمه کي ډيره واوره وريدلي له سختو ستونزو سره مخ دي
د غزنی ولایت د برجیګي ولسوالی اړوند سیمو اوسیدونکي وایي: خلک خپل ناروغان پر اوږو نورو سیمو ته لیږدوي. ددوی په وینا دوه ورځې وړاندې یوه میرمن په واورو کې نښتې وه چې د سیمه د دوه سوه کسانو په ملتیا وژغورل شوه.
سیمه ایزو اوسیدونکی وایی په دې هکله یې په کراتو له دولتي مسولینو سره خبرې کړي دي خو تر اوسه هم په دې هکله کوم کار ندی شوی. د ناهور ولسوال هم د لارو تړل کیدل او د خلکو د ستونزو پخلی کوي وایي: په دې برخه کې اجرایي صلاحیت نلري او دا موضوع یې د ټول ګټې له وزارت سره شریکه کړې ده.
خو د غزني ولایت د ټول ګټې ریاست ویلي چې لاره به تړلې پاتې شي ځکه چې ددې لارې د پرانستلو لپاره بودیجه نلري او نشي کولای په دې برخه کې له سیمه ایزو خلکو سره مرسته وکړي.
دولتي مسولین په داسې حال کې د لارو د پرانستلو په موخه د بودیجې له نشتون څخه خبر ورکوي چې د ژمني له پیلیدو مخکې دبیړنو حالاتو کمیټې ویلي وو چې د خلکو ستونزو رسیدو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی خو دا سې ښکاري چې د برجګي سیمې د ستوزو د هواری هوډ شتون نلري او په زرګونه د سیمې اوسیدونکي به دا ستونزې ګالي.