د سوريې په شمال کښې د دولتي سرتيرو او ددوی وسله والو مخالفينو ترمنځ سختو نښتو ميليونونه کسان کډوالی ته اړکړي دي. ملگرو ملتونو ويلي د شلو زرو په شاوخوا کي سوريانوله ترکيي سره گډي پولي ته مخه کړې ده د سوريي دولت د حلب ښار د نيولو لپاره چي د سوريي دوهم لوي ښار دی عمليات په لاره اچولي دي

نړیوالو رسنیو د مخالفینو د یوه قومندان(حسن حاج علی) له خولي ریپوټ ورکړی چې دولتي سرتیري په هغه سیمو کې د خپلو مورچلgaza-articleLarge-v2و د ځواکمنولو په هڅه کې دي کوم چې په دې وروستیو شپو ورځو کې یې نیولي دي، اوس مهال د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او د دولتي سرتیرو د حلب ښار په بشپړه توګه نیولی دی. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو ادارې ویلي: د حلب ښار وروستۍ جګړې نږدې شل زره کسان کډوالی ته اړ کړي او دا کسان له ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې سره را ټول شوي دي. د ترکیې لومړي وزیر ویلي چې له دې کډوالو سره به لومړنۍ مرستې وشي خو د دوی پر مخ یې د پولې د پرانستلو په هکله څه ندي ویلي. د سوریې دولتي سرتیرو په دې وروستیو کې د روسي هوایي بریدونو په ملتیا حلب ښار ته نږدې دوه مهمې سیمې نیولې دي. پّ سوریه کې د بشر دوستانه مرستو ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي دولتي سرتیرو د رتیان ښار هم نیولی دی.

له دې سره ملګرو ملتونو ویلي یواخې د عزاز له ښار څخه چې حلب ته نږدې پروت دی لس زره کسان کډوالی ته اړ شوي دي او ټول دا بیځایه شوي کډوال بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. له دې سره په سوریه کې د نښتو په دوام سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي: پّ سوریه کې د سولې د ټینګښت او جګړه ځپلو سیمو ته د مرستې رسونې په هکله خبرې روانې دي او دا به په راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه شي چې ددې مرستو شونتیا شته او که نه. کري زیاته کړې د پخلاینې د خبرو ناسته ناکامه شوې نده او دا مسله به د مونیخ په ناسته کې چې ټاکل شوې پنځه ورځې وروسته په لاره واچول شوي یاده شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *