په سوريه کې کردي پو ځيان، چې د «اسلامي دولت» ، (چې فعاليت ئي په روسيه کې منع دي)، پر ضد جګړه کوي، په تشکيل کې ئي ۴۵ سلمه ښځې شاملي دي. دا مطلب د پنجشنبي په ورځ د «سپوتنيک » اژانس د ښځو د ځاني د فاع د مفرزي (YPJ) قوماندان نسرين عبدالله له قوله ور کړی دي.

« مهمه ده چې ښخې بايد په مبارزه کې بوختې شي او خبره نه يوازي د جګړو په اړه ده، اوس زموږ دوسله والو ځواکونو په شمير کې، ۴۵ سلمه ښځې دي آو د شک پرته دغه شمير به نور هم زيات شي» دامطلب عبدالله څر ګند کړ491196.

د ځانې دفاع ډلې چې دا ئي مشري کوي پر وسله والو حمله نه کوي، خو په مدافعه کې برخه اخلي.

د دوی هدف- نه يوازې د «اسلامي دولت» سره مبارزه ده، بلکې « په اردو کې دپلارواکې ‌ذهنيت ته تِغيير ورکول دي»، « نه يوازې واک ته رسيدل، بلکې تولنې ته بايد تغييراو وده ور کړل شي».

« دلته نه يوازې د پوځي برخې ژوند موجود دي بلکې ټولنيزي ، مدنې او قانوني (حقوقي) اړ خونه هم لري. اړېنه ده چې ښځې د ژوند په ټولو برخو کې وڼده ولري کچيري هغه غواړي ځپل حق ترلاسه کړي، اوپه ټولنه کې برابر حق ولري. کچيرې ښخي په پوځي، ټولنيزو چارو او يا هم په ديپلوماتيکې کړيو کې ګډون او ياهم برخه ونه لري هغوي خپل حقوق نه شي تر لاسه کولای»- دامطلب نسرين عبدالله څر ګند کړ. په سوريه کې په ۲۰۱۳ کال کې د کردانو ښځېنه ځانې دفاع دله جوړه شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *