د افغانستان طالبانو سره د خبرو د سولې پروسې پېلولو په تړاو اسلام اباد کې د څلور اړخيزه خبرو د درېمې غونډې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان استخباراتي مشرانو په پاکستان کې ليدلي دي.

که څه هم د افغانستان د ملي امنيت د سرپرست مشر، مسعود اندرابي او د پاکستان د آی اس آی مشر، رضوان اختر ددې ليدنې په اړه په رسمي توگه جزئيات نه دي ورکړي شوي دي،خو دې خبرو ته نزدې سرچينو ويلي دي چې دواړو لورو په دې غونډه کې “د باور د فضا د رامنځ ته کولو، او ترورزم پر ضد د استخباراتي معلوماتو شريکولو او په خپل منځي همکارۍ خبرې وشوې”.

په اسلام اباد کې يوې سرچينې چې نه يې ښودل نوم يې ښکاره شي ځايي خبريالانو ته و160118101142_quadrilateral_peace_talks_in_kabul_640x360_afp_nocreditيلي دي چې دې دوه ساعته خبرو کې ” پاکستان تېره مياشت په چارسدې کې د باچا خان پر پوهنتون د بريد په تړاو افغانستان ته ځيني ثبوتونه وړاندې کړي دي”.

که څه هم په سم لاسي ډول ددې “ثبوتونو” په اړه څه نه دي ويل شوي، خو وړاندې پاکستان ادعا کړې وه چې د باچا خان پر پوهنتون بريد ” په افغانستان کې مېشت دپاکستاني طالبانو لخوا تنظيم شوى و”. خو هغه وخت افغانستان دا ادعا رد کړې وه.

د ملي امنيت د سرپرست مشر په توگه له ټاکل کېدو وروسته دا پاکستان ته دمسعود انداربي لومړنى سفر دى.

دى دوه مياشتي وړاندې وروسته له هغې د ملي امنيت د سرپرست په توگه ټاکل شوى و چې پخواني مشر رحمت الله نبيل د پاکستان په اړه د حکومت “تگلارې سره د مخالفت” له امله استعفى وکړه.

ددې نه وړاندې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو ترمنځ د همکارۍ يو ادعا شوي سند لاسليکولو باندې هم ناندرې راپورته شوې وې ، که څه هم افغان حکومت هغه مهال د داسې کومې موافقې شتون رد کړى و، خو کابل کې ځينو مطبوعاتو د هغې متن خپور کړى وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *