برتانوي ورځپاڼه ګاردين په سعودي عربستان کې د خپلې منبع له قوله کاږي ، چې د سعودي شاهي هېواد ، ښائي سوريي ته د ځمکنيو عملياتو په موخه په زرګونه پوځيان وليږي.

برسيره پردې د ورځپاڼۍ د سرچيني په قول چې په داسي طرح کار کيږي چې په سوريه کې ځمکني عمليات به د ترکيي سره په نږدې همکارۍ کې تر 490981سره کيږي. د ګاردين په قول دواړه هېوادونه د بشارالاسد د رژيم پر ضد دي ، هغوي په وار وار د سوريي د سياسي حل په اړه خپل شکونه په ډاګه کړي دي. ورځپاڼه وړاندې ليکي چې الر ياض او انقري څو اونۍ مخکې د پوځي همغږي ارګان جوړ کړي دي. سوريي ته د سعودي عربستان د پو ځيانود ليږلو نوښت ، دامريکا متحده ايالاتو د پوځ له خوا هم بې ځوابه پاتې نه شو. دامريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير اشتون کارتر د سعودي عربستان دغه کار مثبت ارزولی دي.« دا ډول خبرونه ډير په زړه پورې دي» — تاس اژانس د کارتر خبره رااخستی ده.

د امريکا د دفاع وزير وائي چې په راتلونکې اونۍ کې به په بروکسل کې د سعودي عربستان داستازي سره په دې اړه خبري وکړي. د يادونې وړ ده چې تيره شپه «عربي ائيتلاف» چې د يمن د حکومت سره مرسته کوي ، سعودي جنرال احمد اسيري وويل ، چې سعودي عربستان چمتو دي د امريکا په مشري ائيتلاف کې، په سوريه کې د «اسلامي دولت» پر ضد ځمکني عملياتو کې برخه واخلي.پوځي کارپوه اندري کوشکين د RT تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي دي چې د روسيي د هوايي ـفضائي ځواکونو په ملاتړ د سوريي داردو پر مختګونه ددې سبب شول، چې دسيمي نورهيوادونه په دغه بري کې له بيړې کار واخلي. د دې تر څنګ پرون د روسيي د دفاع وزارت ځانګړی وياند ايګور کناشينکوف په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې د سوريي او ترکيي د پولې په اوږدو کې کومي پيښي چې رامنځته کيږي ، د دې شاهدي ور کوي ، چې ترکيه په پټه توګه د سوريي په پوله کې پو ځي تحرکات کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *