په هغه لاریون کې چې په هند کې د هندي عالمان د مجلس په بلنه، د شیخ کلب جوا په مشری او د بیلا بیلو اسلامي مذهبونو د مشرانو په ګډون په لاره اچول شوی وو، په عربستان کې د شیخ النمر اعدام غندلی دی.

سعودي عربستان د روان کال په وروستیو میاشتو کې یو شمیر بندیان په اعدام محکوم کړل چې له دوی څخه یو پیژندل شوی روحاني چې د وهابیت پر ضد وو د حجاز له مسلمانانو څخه په دفاع کې یې پټه خوله غوره نکړه او د دولت له لوري د دولت پر وړاندې د ګامونو په پوره کولو سره اعدام شو.

له دې مخې د هند په نوي ډهلي کې د ډیریو عالمانو او خلکو په ګډون لاریون په لاره اچول شوی وو. له دې سره همهاله د هند په بمبئی، بنگلور، چینئی او حیدرآباد ښآرونو کې هم لاریونونه په لاره اچول شوي ووnemerk_elnemer.

په ممبي کې د منهاج القران د څانګې مشر، محمد شفیق حنفي، د عربستان پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل: آل سعود له یوې خوا ځان د حرمین شرفین پلوی بولي او له بلې خوا د امریکا موخې څاري په داسې حال کې چې امریکا په خپله د حرمین شرفین د لمنځه وړو هڅه کوي.

محمود پارجا، چې د نوي ډهلې د سترې محکمې وکیل دی په خپلو خبرو کې ویلي: د عربستان پادشاهي نظام هر کس چې د دموکراسۍ په پلې کولو کې ګام پورته کړي د خیانت په تور په دار ځړول کیږي.

له بلې خوا د ډهلي د جمعې امام سید محسن تقوا د فکري انحرافاتو په تور سعودي عربستان د تورنولو ترڅنګ یې د دې هیواد لوري د ترهګری په رامنځ ته کولو کلکه نیوکه وکړه.

د خلکو ددې لاریون په پای کې په نړیواله کچه ترهګری په غندلو سره په سعودي عربستان کې د شیخ النمر داعدام په تړاو د بې پلوه څیړنو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته سپارل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *