کندهار ته د جمهور رئیس غني د سفر په وخت د دغه ښار په واټونو کې د هغه د هرکلي لپاره په بورډونو شعارونه لیکل شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د حالاتو د ارزولو او ددغه ولایت سیمه ایزو چارواکو، قومي مشرانو سره د خبرو لپاره نن د چهارشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر0E05B831-F6C8-4A53-AFAB-DAF2049C60B0_w640_r1_s وکړ.

جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت په تالار کې د دغه ولایت قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو یوې غونډې ته په وینا کې د کندهار امنیتي وضعیت وستایه، وې وویل چې په ولایت کې د ښه امنیتي وضعیت د ټینګیدو له امله د ده څخه د خلکو غوښتنو هم اقتصادي بڼه لرله.

هغه هیله وښوده چې په نورو ولایتونو کې هم خلک ورڅخه همداسې غوښتنې ولري.

ښاغلي غني د کندهار د مشرانو غوښتنو ته په ځواب کې هغوی ته د بریښنا، سړک، نساجۍ د فابریکې او د جامعه عمر د رغولو وعده ورکړه، وې ویل لکه چې د هرات او کابل ښاروالانو سره یې په دغو ښارونو کې د انکشافي پروژو د عملي کولو په برخه کې د قرضو د برابرولو وعده کړې، دغسې به د کندهار ښاروالۍ ته هم په قرض پیسې برابرې کړي.

د کندهار ولایتي چارواکي وایي چې جمهور رئیس غني به په کندهار کې د ننني سفر په ترڅ کې به د هوایي ډګر تیرې میاشتې د برید د قربانیانو د کورنیو غړو سره هم وګوري.

په دغه ډله ایز برید کې تر پنځوسو کسان چې د امنیتي کارکوونکو سربیره ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو وژل شوي وو او تر څلویښتو نور ټپیان شوي وو.

ښاغلي غني نن د چهارشنبې د سهار په لسو بجو له کابل څخه کندهار ښار ته رسیدلی دی.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت مقام ته په یوه هلیکوپتر کې ورغی او د هلیکوپتر څخه د ښکته کیدلو سره سم په دغه ښار کې د خرقې شریفې زیارت ته لاړ.

د جمهور رئیس غني سره د کتنې لپاره دې غونډې ته تر دریو سوو پورې قومي مشران، ديني عالمان وربلل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *