یوه آذربایجاني چارواکي چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخستل شي د اروپا له آزادۍ راډیو سره په مرکه کېویلي: د آذربایجان د امنیت وزیر “الدار محمود‌اف” د اسرایلو په ملاړ او د سعودي عربستان په مالي مرستې سره په غیر قانوني توګه له ترکیې څخه وسلو واردول پیل کړي وو ترڅو د قفقاز وهابیان په وسلو سنبال کړي.

د “sizinyol” خبري آژآنس د ریپوټ له مخې دا وسلې له ترکیې څخه د آذال الوتکو پّ وسیله را لیږدول کیدې له دې وروسته د وقابي بنسټپالو ډلو ترمنځ ویشل کیدې او دا ډلې بیا وروسته داغستان ته استول کیدې. له بلې خوا پ عراق او سوریه کې د ځلورو سوه آذربایجاني وهابیانو د شتون په هکله د الدار محمود اف د چوپتیا لامل د عربستان او اسرایلو د همکاریو سره په تړاو کې وو.

له دې سره له دندې د نوموړي ګوښه کیدو او ددې وزارت د له منځه وړلو لامل همدا ښودل کیږي چې پّ دې هکله مالومات څو موده وړاندې د پوتین له لوري د آذربایجان ولسمشر “الهام علی اف” ته وسپارل شول309c41ad-4af6-4d17-a89e-7a837ba20887.

د الدار محمود اف او دده د دوه سوه کارکونکو او ملګرو ګوښه کول د الهام علي اف د حکومت او واکمنۍ لپاره ګواښونکي وښودل شول چې ددې واکمني ستنې یې ولړځولې. نو له دې مخې د الهام علي اف امنیتي سلاکارانو د جوړجاړيله مخې د ستونزو رامنځ ته کول او په تبلیغاتو سره د نارداران پیښه لویه ښکاره کړه په دې سره شیعه متعدله دیندارانو هڅه وکړه ترڅو له هغه وهابي ډلو سره چې وسله وال شوي وو له مخامخ کیدو ډډه وکړي.

دې جوړ شوي کړکیچونو او ستونزو د الدار ګوښه کیدل او دده شاوخوا مافیا دی څنډې ته کړ نه یواځې دا بلکې وهابیانو ته د امنیت وزارت له لوري د وسلو ویشل یې هم د سیمې او نړیوالو رسنیو له لاس رسي او لید څخه لرې وساتل.

آذربایجان ته د زرګونو تکفیري کسانو او جنګیالیو را ګرځیدلودا هیواد له ډیریوستوزنو او ناخوالو سره مخ کړ او د کور په دننه کې یې ستونزې رامنځ ته به کړي. د آذربایجان یو شمیر خلکو ته همدا بسنه کوي چې د تکفیري او وهابي ډلو پر وړاندې او ددوی پر وسلو سنبالښت پ هکله بیوسي ښکاره کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو وختونو کې هم د علی اف دولت د اپوزیسیون څخه د ملاتړ په تړاو د امریکا او انګلیس پر وړاندې د شیعیانو په هکله خپل دریځ په ډاګه کړی وو او دا ناخوالې له تیرو دوه لسیزو کې په کراتو بیا ځلې شوېدي چې تر اوسه دوام لري. له دې څخه داسې ښکاري چې د آذربایجان شیعیان باید د دولت پر وړاندې ځان څخه د فاع په موخه لاس په کار شي او له بل لوري بای د مرستې او همکاری په تمه پاتې نشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *