د یوه ترهګریز برید چې څو ورځې مخکې په مصر کې تر سره او د داعش وسله والې ډلې یې مسولیت پر غاړه اخستی، یوسي میلیمان چې یو اسرایلی کار پوه دی، د السیسي په هکله چې د سعودي عربستان او امریکا په مرسته د یوې پوځي کودتا له مخې په مصر کې واکمن شو له اسرایلو سره یې له پټو اړیکو پرده پورته کړې ده.

میلمان له اسرایلي معاریو روځپاڼې سره په مرکه کې د مصر له پوځيانو څخه د فرانسې او اسرایلو ملاتړ په ځانګړې توګه د سپوږمکۍ د انځورو همکاری ته په نغوتې سرIMG13270251ه ویلي: د اسرایلو مرستې هغه توغندي دي چې اته زره دوه سوه چې د امان پوځ او د اسرایلو شاباک او موساد سازمان اړوند دي ورکول کیږي. میلمان زیاته کړې د اسرایلو ځینو مرستو په سینا سیمه کې د یو شمیر ترهګریزو بریدونو مخنیوی کړی دی.

دې ته په کتو سره د مصر سیاسي څیړونکې په دې آند دي چې د الفتاح السیسي د واکمنۍ تر سیوري لاندې د داعش پّ څیر د ترهګریزو ډلو وده پّ مصر کې د اسرایلو اوږد مهاله شتون ته لاره هواروي. دا هغه مهال ډیره وده کوي چې اسرایلي مسولینو پّ مصر کې د د اسرالیانو مداخله اړینه ښودلې او ددې کار لپاره یې د اسرایلو امنیت خوندي کول اړین ښودلي دي او همدا مسله یې بهانه ګرځولې ده. د مصري امنیتي کارپوهانو په آند که چیرې دې مسلې ته سم تعریف پیدا نشي کیدای شي له څو لسیزو وروسته یوځل بیا اسرایل د مصر خاورې ته د ننه شي.

د میلمان له لوري له دې سره داسرایلو او مصري امنیتي ادارو ترمنځ له نور اړیکو هم پرده پورته شوې ده. دې اسرایلي کارپوه په مصر کې د شاباک ډيرې ونډې ته په نغوتې سره ویلي: د شاباک سازمان ریس یورام کوهین چې په مصر کې د امینتي ادارو ترمنځ یو پیژندل شوی شخصیت دی ویلي یې دي چې قاهرې ته تګ را تګ ډير دی. میلمان ویلي: په دې کې شک نشته چې د عبدالفتاح السیسي واکمنۍ وروسته د اسرایلو اومصر ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *