د پنجشنبې په شپه د نیوهمشیر په ایالت کې د دیموکرات ګوند احتمالي کاندیدانو مناظره وکړهد پنجشنبې په شپه د نیوهمشیر په ایالت کې د دیموکرات ګوند احتمالي کاندیدانو مناظره وکړه

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند دوو احتمالي کاندیدانو د پنجشنبې په شپه د نیوهمشیر په ایالت کې مناظره وکړه.

د پنجشنبې په مناظرې کې یوازې سناتور سندرس او هیلیري کلنټن موجود وو دا ځګه چې د دیموکراتانو درېیم کاندید، د میريلنډ پخوانی والي مارټین اومالي د خپلي 5A27C12B-6120-4A48-8D95-23DC57E6B70B_w443_h249کاندیدی نه تیر شو.

اومالي په دې د جمهوري ریاست لپاره مبارزه پریښودله چې د ایووا په ایالت کې یې ډیرې کمي رایې یووړلي.

د نیوهمیشیر په ایالت کې به د سې شنبې په ورځ مقدماتي انتخابات وشي. نظرپوښتنې ښيي چې سناتور برني سنډرس په دغه ایالت کې ۲۰ پاینټه تر خپلې سیالې هیلیري کلنټن مخکې دی.

اوس نو دیموکراتان دوه انتخابه لري یا به هیلیري کلنټن او یا به هم برني سنډرس انتخابوي.

د پنجشنبې په مناظره کې، کلنټن او سنډرس په دې اړه چې څوک مترقي دی، د چا د کمپاین سره لویو شرکتونو مرسته کړي او د امریکا لپاره لوی ګواښ څه دی، یو بل ته سختي خبرې وکړي.

کلنټن چې ۶۸ کلنې ده وویل چې دا «مترقي ده چې کارونه سر ته رسوي.» هغې وویل چې د سیال پشنهاد یې چې په کالج کې دې تحصیل مفت وي او صحي اسانیتاوي دې مفت وي د عملي کیدو وړ نه دي.

سنډرس، بیا ۷۴ کلن دی. هغه وویل چې د ده نظریات افراطي نه دي او دا چې دی غواړي چې د کالج تحصیلات دې مفت وي او صحي اسانیتاوي دې مفت وي، دا هغه څه دي چې په نورو پرمختللو هیوادونو کې عملي شوي دي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند د احتمالي کاندیدانو ترمنځ به په نیوهمشیر کې د یکشبنې په ورځ مناظره وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *