په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کمپبل وایي که چیرته د جمهور رئیس براک اوباما د پلان سره سم پنځه زره او پنځه سوه امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پلان به په شدت محدود شي.

اوس مهال نهه زره او اته سوه امریکایي عسکر په افغانستان کې دیره دي خو جمهور رئیس اوباما پلان لري چې د همدې کال تر پایه یوازې پنځه زره او پنځه سوه عسکر هلته پریږدي. جنرال کمپبل د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ غړیو ته وویل چې ” په دومره شمیر عکسرو به افغان امنیتي ځواکونو ته ډیر لږه روزنه ورکړل شی. “

جنرال کمپبل چې د کار موده یې ډیره لږه پاتې ده وایي ” زه غواړم چې ۹ زره او اته سوه عسکر هر څومره چې وکړی شم د زیاتې مودې لپاره په افغانستان کې وساتم”

خو زیاتوي چې د امر سره سم دیته هم چمتو دی چې په افغانستان کې د عسکرو شمیر کم کړي151205114104_michael_fallon_cyprus_640x360_reuters_nocredit. “

” سم کار به دا وي لکه څرنګه چې امر شوی باید چې مونږ په افغانستان کې د پنځه زره او پنځه سوه عسکرو پاتې کیدو ته چمتووالی ولرو او شرایطو ته وګورو. مونږ باید خپلې وړتیا هم په پام کې ونیسو او د شمیرو پراو ونکړو. زه به خپل وړاندیزونه پوځي مشرانو ته وړاندې کړم او د پلان سره سم عمل به وکړم خو که چیرته هر څه د پلان سره سم پر مخ ولاړ نشي او شرایط بدل شي، پکار ده چې یو څه تغیرات راشي. “

د کانګریس غړي په افغانستان کې د طالبانو په خلاف جګړه کې د جمهور رئیس اوباما په پوځي عملیاتو او تګلارې سخت انتقادونه کوي. د مشرانو جرګې دوسله والو خدماتو د جرګه ګۍ غړی سناتور جان مکین وایي ” که په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر لږ شي، هغوي به ونشي کړی چې په عین وخت کې د تروریزم ضد عملیات وکړي او هم د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي. “

سناتور مکین وایي ” د عسکرو د شمیر لږوالی پدی معنی چې هغوي د ماموریت د ترسره کولو او د امریکا د ملي امنیت د ساتلو لپاره مجوراً خپل ځان باید چې په خطر کې واچوي”

جمهور رئیس اوباما په لومړي سر کې ویلي و چې په ۲۰۱۵ کال کې به په افغانستان کې پنځه زره او پنځه سوه عسکر پریږدي خو د طالبانو د حملو د زیاتیدو او د شرایطو د خرابیدو له وجې هغه پریکړه وکړه چې د عسکرو شمیر به نه کموي.

د جنرال کمپبل پر ځای د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ډګر جنرال جان نیکلسن د هغه ځای ناستی ټاکلی چې باید د مشرانو د جرګې لخوا منظور شي. جنرال نیکلسن هم ژمنه کړیده چې تر ټاکل کیدو وروسته به د عسکرو د شمیر په هکله خپله ارزیابي د چاراکو سره شریکه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *