يوه بريتانوۍ له داعش سره داړیکې په تور په بند محکومه شوه
يوه برتانوۍ وگړې، ترينه شکيل، د “اسلامي دولت” نومې ډلې سره د ملگرې کېدو له امله په شپږ کلن بند محکومه شوې ده. نوموړې خپل څوارلس مياشتينى زوى هم له ځان سره سوريې ته بولى و.
ترينه شکيل چې ٢٦ کلنه ده، لومړنۍ برتانوۍ ده چې دا ډول سزا ورته اعلانيږي.
د برمنگهم په محکمې کې هغې ته د سزا د اعلانولو پرمهال قاضي وويل “هغې په خپلې دې کړنې هېڅ پښېماني نه ده ښودلې او په دې پوهېده چې زوى به يې د “اسلامي دولت” نومې ډلې له خوا کارول کېږي”.
ترينه شکيل سوريې ته تگ ومنلو، خو دا خبره يې رد کړه چې گوا کې د “اسلامي دولت” په نوم ډلې سره يو ځاى شوې وه يا يې هم په ټويټر پيغامونو خورولو ترهګرۍ ته خلک هڅول.
ترينه شکيل په ٢٠١٤ کال کې سوريې ته تللې وه او ٢٠١٥ کال په جنورۍ کې بېرته برتانيا ته راستنه شوې وه.