خيبر پښتونخوا کې د باچاخان پوهنتون چارواکو په دې پوهنتون د بريد نژدې دوه اوونۍ وروسته د امنيت لپاره گامونه نيمگړي بللي او پرېکړه يې کړې ده چې پوهنتون به دوو نورو اوونيو لپاره هم تړلى و

د پوهنتون د رييس، پروفيسر ډاکټر فضل رحيم مروت، په مشرۍ د پوهنتون په چارو خبرې وشوې.

غونډې ته ښاغلي مروت وويل ” کله چې امنيتي چارې نه وي بشپړې شوى دى د پوهنتون د بيا پرانيستلو اجازه نه شي ورکولى.

نژدې دوه اوونۍ وړاندې په باچاخان پوهنتون بريد کې له ٢٠ زيات کسان وژل شوي وو، چې ډيرى يې زده کوونکي وو.

د باچا خان پوهنتون وياند، سعيد خليل وويل چې د پوهنتون د امنيت باوري کولو لپاره يې حکومت ته خپل وړانديزونه ورکړي دي، چې په کې د نورو امنيتي پوستو جوړول، د پوهنتون سره په سل مترۍ کې په کروندې بنديز او نورې غوښتنې شاملې دي خو نوموړي ادعا وکړه چې حکومت د دې غوښتنو پوره کولو په لړ کې هېڅ ډول ليوالتيا نه ده ښودلې.

د باچاخان په پوهنتون بريد يوځل بيا پاکستان کې د پوهنې (تعليمي) ادارو د خونديتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې وې، چې د ډېرو په اند د دې باوري کول حکومت لپاره يو لوى چلېنج دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *