په سوریه کې د پنځه کلنې جګړې له کبله تر ټولو ډېر ماشومان زیانمن شوي دي.

“آکسفام” نړیوالې خیریه ټولنې ویلي، نړۍ او بډایه هېوادونو له جګړې ځپلي سوري ولس د لاسنیوي لپاره هغه کار نه دی کړی، چې په کار و. دغه ټولنه وايي، نړۍ د سوریې خوار او زار ولس هېر کړی دی.

آکسف160201042221_rebel-controlled_area_of_arbeen_on_the_outskirts_of_the_capital_damascus_640x360_afp_nocreditام وايي، قطر او سعودي عربستان په تېر ۲۰۱۵ کال کې “پراخه کچه د سوریې له پوځ سره خپله لازمه مالي مرسته کمه کړې ده.

دغې ټولنې پخپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، د روسیې، فرانسې او استرالیا په څېر د سوریې په کورنۍ جګړه کې ښکېل هېوادونه د جګړې له قربانیانو او اغېزمنو شویو سوري وګړو سره تر نورو هغو ډېره لږ مرسته کوي.

دا راپور په لندن کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له سوري ولس سره د مرسته کوونکو له کنفرانس وړاندې چمتو شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال شمېرې ښيي، چې قطر له سوري ولس سره له خپلې برخې چې ۱۰٫۲ میلیون ډالر کېږي، ایله ۱۸ سلنه مرسته کړې ده.

نړیوالې چیغې

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د سشوریې په جګړه کې لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د آکسفام په راپور کې ویل شوي، ډېری بډایه هېوادونو له سوري ولس سره خپله مالي مرسته کمه کړې ده:

کویت په خلیجي هېوادونو کې د سوریې تر ټولو لوی همکار و، چې ۳۱۳٫۶ میلیون ډالر یې ورکړي دي.

‎د سوریې په پوځي شخړه کې روسیې، فرانسې او استرالیا تر هر بل وخت په تېر ۲۰۱۵ کال کې ډېره لاسوهنه وکړه.

خو د آکسفام په وینا، دغو هېوادونو “د سوریې له ولس سره د همکارۍ په پار د نړیوالو پر چیغو خپل غوږونه کاڼه کړي وو”.

فرانسې بیا له خپلې برخې ایله یو سلنه مرسته سوریې ته رسولې ده، او د سوري کډوالو له منلو یې هم مخ اړولی دی.

استرالیا، بیا له سوریې سره له ژمنه شویې مرستې ایله ۳۷ سلنه ورکړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *