نايجريايي چارواکي وايي د بوکو حرام ډلې له خوا بمي چاودنې او ډزو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د نايجريا په شمالي ختيځ کې پرتې دلوري سيمې تصويرونه ويجاړ شوی کورونه او مالونه ښيي چې د چاودنې له امله دغې سيمې ته ډېر زيان اوښتی دی.

د راپورونو له مخې په دغه ځای کې لګېدلی اور له لس کيلومتره لرې واټن څخه ليدل کېږي.

يو عيني شاهد وايي، له بريد وروسته د خلکو چيغې او اوزونه له لرې ځايه اورېدل کېدل160131152648_maiduguri_attack_640x360_ap_nocredit.

دغه بريد چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام درلود، د ځايي خلکو په وینا ۵۰ کسان په کې وژل شوي دي.

څه موده وړاندې د نايجريا ولسمشر محمد بوهاري بي بي سي سره په خبرو کې ويلي وو، چې “پوځ يې اورپکي ډلې بوکو حرام ته په پوره ډول ماتې ورکولو ته نژدې شوی دی”.

په نايجريا کې د بوکو حرام ډلې له خوا د تاوتريخوالي او جګړو له مله تراوسه ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي او نژدې دوه ميليونه نور بېځايه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *