دا لومړی ځل دی چې، يوروپول د ټولې اروپا په کچه د ورکو شويو ماشومانو اټکل شوې شمېرې وړاندې کوي

د اروپايي ټولنې پوليسو د اطلاعاتو ډله وايي “په تېرو دوو کلونو کې لس زره کډوال ماشومان وروسته له دې چې اروپا ته ور سېږي کېدای شي لا درکه شوي وي”.

د اروپايي پوليسو (يوروپول) د معلوماتو له مخې په زرګونو کډوال چې له حکومتي ادارو سره يې نومونه ليکلي اوس ورک دي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د دې قوي امکان شته چې جنايتکارې ډلې به له دغو ماشومانو په زور د ګټې اخيستنې او جنسي کړنو کې کار اخلي.

د “ماشومان خوندي کړئ” په نامه خيريه بنسټ وايي، تېر کال شاوخوا ۲۶۰۰۰ کډوال ماشومان له کورنيو پرته اروپا ته تللي دي.

دا لومړی ځل دی چې، يوروپول د ټولې اروپا په کچه د ورکو شويو ماشومانو اټکل شوې شمېرې وړاندې کوي.

د يوروپول مشر براين ډونالډ د ابزرور په نامه بريتانوۍ خبرپاڼې ته ويلي “دا به نامعقوله نه وي چې و وايوو موږ د ۱۰۰۰۰ ماشومانو په لټه کې يوو”.

نوموړی وايي “يوازې ۵ زره ماشومان په ايټاليا کې لادرکه شوي او دوی نه پوهېږي چې دغه ماشومان اوس چېرته دي او څه کوي. “

ښاغلی براين ډونالډ زياتوي “دا په دې معنی نه ده چې ټول لادرکه شوي ماشومان د جنايتکارانو په منګولو کې دي، کېدای شي ځينې له خپلوانو سره تللي وي، موږ معلومات نه لرو چې دوی چېرته دي، څه کوي او له چا سره دي”

له دې وړاندې ايټالوي چارواکو هم ويلي وو، چې ۱۰ زره پناه غوښتونکي ماشومان له راجسټر وروسته بې درکه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *