د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو پر جومات برید کې لږترلږه ۴ کسان ووژل شول

د سعودي امنیتي ځواکونو په هېواد کې د ترهګریزو اعمالو په تور د ۹ امریکایانو په ګډون لږترلږه ۳۳ کسان نیولي دي.

د سعودي ”سعودي جازیت” ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله ویلي، چارواکو د دوشنبې په ورځ څلور امریکایان او په تېرو څلورو ورځو کې پنځه نور کسان ونیول.

په نیول شویو کې ۱۴ سعودیان دي، درې د یمن، سوریې، اندونیزیا، فلیپین، اماراتو، فلسطین او قزاقستان وګړي هم دي.

ورځپاڼې نه دا نه دي ویلي، چې آیا په ترهګرۍ تورنو کسانو له ”اسلامي دولت” ډلې سره کوم تړاو درلود او که نه.

”اسلامي دولت” ډلې په وروستیو کې سعودي عربستان کې پر شیعه ګانو او امنیتي کسانو د بریدونو پړه منلې ده.

پر همدې مهال، یوه سعودي چارواکي ویلي، د هېواد په ختیځه شیعه مېشته سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات یو برید کوونکی، چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، او د جمعې په ورځ یې برید وکړ، ۲۲ کلن سعودی ځوان و.

د سعودي عربستان خبري آژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند ډګروال منصور الترکي له خولې ویلي، یاد برید کوونکی عبدالرحمن بن عبدالله بن سلیمان التویجري نومېده.

التویجري او یوه بل ملګري یې د جمعې د لمانځه پرمهال د سعودي په ختیځه الاحساء سیمه کې د امام رضا پر جومات برید وکړ، چې لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

التویجري هم په دې برید کې مړ شو. چارواکو دویم کس ونیو، چې اوس تر درملنې لاندې دی، خو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

جوته نه ده چې دا برید چا وکړ، خو د ”اسلامي دولت” په نامه ډلې وړاندې هم په دې هېواد کې لږکي شیعه ګان په نښه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *