ټاکل شوې د جنیوناسته نن پیل شي خو د دولت وسله والو مخالفینو مشرانو ویلي چې دوی له دولتي استازي سره نه بلکې د ملګرو ملتونو له چارواکیو سره خبرې کوي دا په داسې حال کې ده چې د سوريې حکومت مخالفو پورې تړلې د خبرو عالي کمېټې باالاخره ومنله چې په جينوا کې د سولې روانو خبرو اترو کې گډون کوي.

دغه ډله چې د سعودي عربستان ملاتړ له ځانه سره لري وايي، يوه ٣٠ يا ٣٥ کسيزه ډله سوريې لپاره د ملگرو ملتونو استازي سټېفن دي مېستورا سره خبرو لپاره جينوا ته استوي، خو دا پلاوى به د بشار الاسد له استازو سره مخامخې خبرې نه کوي160126014157_staffan_de_mistura__624x351_ap.

ټاکل شوې چې دغه دواړه پلاوي په بيلو خونو کې کېني او په جلا توگه له ښاغلي دي مېستورا سره وگوري.

د سوريې ملي ټلوالې پخوانى مشر هادي البهره وايي له حکومتي پلاوي سره به مخامخې خبرې په سم مهال کې تر سره شي خو دم گړۍ به پام پر بشري موخو ورټول وي.

“د خبرو اترو لومړى پړاو له منځگړو سره ليده کاته دي، يانې مخامخې خبرې به نه وي. خبرې به د ملگرو ملتونو له لارې کېږي، د ښاغلي دي مېستوره د دفتر او د هغه د کارکوونکو له لارې. دويمه برخه بيا د مخامخو خبرو ده. بالاخره اړ کېږئ چې په يوۀ پړاو کې د بشار الاسد د رژيم پلاوي ته مخامخ کينئ، خو که د خبرو اترو لومړى پړاو په دې بريالى شي چې بشري برخه کې کوټلې پايلې ولري.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *