افغان حکومت وايي د ايران له خوا د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږلو راپور څېړې
افغان حکومت وايي د ايران له خوا د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږلو راپور څېړې
له ایرانه د سوریې جګړې ته افغان کډوالو د استولو په اړه رپوټونه له ډېره وخته ور کول کېږي
د بشر حقونو د څار د بنسټ په رپوټ کې، چې د سلواغې په نهمه خپور شوی، راغلي، ایراني چارواکي افغان کډوال هڅوي چې په سوریه کې د شعیه ګانو د سپېڅلو ځایونو د ساتنې لپاره جګړه وکړي.
په رپورټ کې راغلي، افغان کډوالو ته د جګړې په بدل کې پیسې او په ایران کې د اوسېدو سندونه هم ور کول کېږي.
افغان حکومت وايي، د بشر حقونو د څار سازمان د وروستي رپورټ په اړه به له ډیپلوماټیکو لارو څېړنه وکړي.
د اجراییوي ریاست ویاند جاوید فیصل وايي، افغان حکومت به تر یو لړ ډيپلوماټیکو او اړینو پړاوونو وروسته، په بنسټیز ډول دغه ستونزه حل کړي.
جاويد فيصل وايي، “افغان حکومت تازه په دې اړه معلومات تر لاسه کړي دي، د بهرنيو چارو او کډاولو چارو وزارتونه په دې اړه کار کوي چې له ډيپلوماټيکو لارو څخه په دې اړه معلومات کره کړي او وروسته به يې افغان حکومت په اړه اقدام کوي.”
له ایرانه د سوریې جګړې ته افغان کډوالو د استولو په اړه رپوټونه له ډېره وخته ور کول کېږي، له ښاغلي فیصله مو وپوښتل چې افغان دولت تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی کړی؟
د اسد مخالفو وسله والو څو ځله داسې خبرونه خپاره کړي چې افغانان د اسد لپاره جنګېږي
نوموړی وايي، “دا لومړی ځل دی چې دغه معلومات د يوې رسمې او قانونې ادارې له خوا تاييدېږي، افغان حکومت یې په اړه بحث کوي ولې تر هغه مخکې اړتيا ده چې موږ يو ځل په دې اړه د معلوماتو د راټولو سلسله تکميل کړو او مطمین شو په دې اړه خپاره شوي راپورونه حقيقت لري او د ټولو کسانو سره چې خبرې شوې اصلي او واقعي کسان دي.
د بشر حقونو د څار بنسټ په رپوت کې ویل شوي، د ایران د سپاه پاسداران ډله له ۲۰۱۳ کاله را پدېخوا په ایران کې مېشت په زرګونو افغان کډوال د امتیازونو په بدل کې د سوریې جګړې ته استولي دي.