جلال آباد کې د پولیسو پر روزونکو مرګانی برید شوی

په کونړ کې دیوې ولسوالۍ امنیه قوماندان او ملي امنیت مدیر دیوې ماین چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

چارواکي وايي، د کونړ ولایت د سرګاڼو ولسولۍ د امنیې قومندان او د استخباراتو مدیرد سړک غاړې ماین په چاودنې کې وژل شF2487A64-7C9C-4B22-A7D3-BFA0FC9686E8_w640_r1_sوي دي.

پېښه د شنبې په مازدیګر شوې ده چې یو پولیس ساتونکی هم په کې وژل شوی.

دکونړ دوالي ویاند محمد غني مصمم وویل، چې امنیه قوماندان حاجي ډاکټر او د ملي امنیت مدیر مبارک شاه دیوې نوې امنیتي پوستې جوړلو لپاره د سرګاڼو ولسوالۍ ته تللي وو.

ښاغلي مصمم وویل چې هغوی په سیمې کې پلي روان وو چې پر ماین وربرابر شول. نوموړی زیاتوي، چې په دغې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې ددغه ماین چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو معمولا دا ډول پېښې وسله وال طالبان کوي.

د کونړ ولایت له پاکستان سره سرحد لري او نسبتا نا ارامه بلل ولایت بلل کیږي.

دغلته وسله وال طالبان او د حزب اسلامي جنګیالي فعاله دي او راپورونه وايی چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې جنګیاليو هم فعالیت پیل کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *