که چيرې د اسرايلو او فلسطينيانو ترمنځ د پخلايني خبري ناکامه شي فرانسه به فلسطين په رسميت وپيژني

د فرانسي بهرنيو چارو وزير له دي سره د اسرايلو له لورPalestine - Israelي د فلسطين په نيول شوي خاوره کي د ښارگوټو رغاونه نيواک گري ښودلې ده

ټاکل شوې په منځني ختیځ کې د پخلاینې خبرې د فلسطینانو او اسرایلي استازو ترمنځ د فرانسې په کوربه توب او د یو شمیر دخیلو هیوادونو د استازو په شتون څو اونۍ وروسته سره پیل شي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس دې غوندې ته په نغوتې سره ویلي: که چیرې د منځني ختیځ لپاره د سولې دا وروستۍ چانس له لاسه ووځي دا زمونږ مسولیت دی چې فلسطین باید د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژنو.

فابیوس زیاته کړې فرانسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمې غړي په توګه مسوله ده چې د فلسطین ستونزې د هواری لپاره باید هڅې وکړي. ده د اسرایلو لومړي وزیر پر هغه څرګندونو چې تیره اونۍ یې د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون د ترهګرو پر ځواکمنولو تور پورې کړی کلکه نیوکه کړې ده ویلي یې دي، په خواشینۍ سره چې د اسرایلو له لوري نیواک ګري دوام لري او بنیامین نتنیاهو دملګرو ملتونو لوی منشي چې پر دې نیواک ګری یې نیوکه کړې د ترهګرو پر پیاوړي کولو تورن شوی دی.

د ملګرو ملتونو لوی منشي د سه شنبه په ورځ د اسرایلو له لوري په نیول شویو سیمو کې د ښارګوټو رغاونه د نیواک ګری دوام وښود ویلي یې وو، د اسرایلو دا فعالیت د یوه خپلواک هیواد په توګه د فلسطین رامنځ ته کول تر پوښتنې لاندې راولي.

بانکي مون له فلسطینیانو سره د اسرایلي سرتیرو پر چلند نیوکه کړې وه او د اسرایلو پر وړاندې یې د فلسطینیانو غبرګون یو طبعي بهیر ښودلی وو چې د ناهیلې له مخې رامڼځ ته کیږي. خو د اسرایلو لومړي وزیر بانکي مون د ترهګرو پر پیاوړي کولو تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *