اروپا ته د رسيدو په هيله په تيره يوه مياشت کي دوه سوه پنځه څلويښتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د ملگرو ملتونو د کډوالو څانگې په يوه ريپوټ کي ويلي په51FC1737-0438-46DA-89CE-FED1AE6A0ABE_mw1024_s_n دي وروستيو کي د هغه کډالو چي اروپا ته يي د تگ په لاره کي خپل ژوند له لاسه ورکړی لويه شميره ده

دي اداري له اروپايي تولني غوښتي ترڅو د کډوالو ستونزو د هواری لپاره لاس په کار شي

د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې ویلي په تیره یوه میاشت کې دوه سوه څلور څلویښت کسانو اروپا ته د تګ په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جنورې په میاشت کې دا شمیره دوه اتیا او له هغې یوه میاشت وړاندې دلسو کسانو ته رسیده.

د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې ویلي: د جنورۍ په میاشت کې پنځه پنځوس زره پنځه سوه اته ویشت کډوال اروپا ته رسیدلي دي. له دې سره د یو این اچ سي آر او آی او ایم ادارو هم ورته ریپوټونه خپاره کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې ویلي د هغه کډوالو د مړینې شمیره چې اروپا ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي د ډيریدو په حال کې ده.

جوئل ميلمن – ” په دې لاره د مړینې شمیره د ډيریدو په حال کې ده د هغه ریپوټونو له مخې چې دوه اونۍ وړاندې مو درلودل په ډې لاره پنځوسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی له دې یوه اونۍ وروسته پنځه نوي او تر هغې یوه اونۍ وروسته یوسل شپته کسان مړه شوي دي دا شمیره ورځ تربلې ډيریږي او اوس دا مشیره دوه سوه اتلسو کسانو ته رسیدلې ده.”

د ریپوټونو له مخې له دې سره چې هوا ډیره سړه ده خو اوس هم هره ورځ درې زره کسان اروپا ته دننه کیږي. ملګرو ملتونو او د بشر حقونو نورو ادارو له اروپایي ټولنې غوښتي ترڅو کډوالو ته د امن لارو او د پاسپورټونو په ورکولو سره لاره هواره کړي بله خوا دې ادارې د سویډن پر حکومت چې ویلي یې دي اتیا زره کډوال به له خپل هیواده بهر کړي کلکه نیوکه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *