پر یمن د تیري په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون، پر یمن له تیري سره د مخالفو سیاسي ګوندونو څخه د رامنځ ته شوي ایتلاف وینا

پر یمن د تیري په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون، پر یمن له تیري سره د مخالفو سیاسي ګوندونو څخه د رامنځ ته شوي ایتلاف وینا:

بسم الله الرحمن الرحیم

پر یمن د تیري مخالفو ګوندونو اجرایي پلاوی، په ډير اهیمت سره په یمن کې د جګړې او سیمه ایزې او نړیوالې اغیزې څیړي. له دې څخه یوه هم 13F5D37A-E996-4196-A77A-01B67F3E6209_cx12_cy0_cw80_mw1024_s_n_r1په ریاض کې له خپل خلیجي سیال سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري څرګندونې دي. له دې داسې ښکاري چې امریکا پر یمن د تیري له لومړی درجه پلویانو څخه شمیرل کیږي. دا هغه مسله ده چې له لومړي ورځې زمونږ په مضامینو او وینا وو کې ښکاره شوې ده.

د یمني سیاسي ګوندونو ایتلاف پر یمن د پوځي برید سره مخالفت کوي له ډې سره چې دا ګامونه د یمن پر وړاندې له جنایته ډک دي او په دې سره د ملګرو ملتونو په لاره :ې سیستماتیک وژنې نابودی او ویجاړی په موخه خنډونه رامنخ ته کیږي، نو له دې مخې مونږ په لاندینو ټکو ټینګار کوو.

لومړی: پر یمن د تیري په لړ کې ټول قانوني، انساني او اخلاقي بدې پایلې او مسولیتونه چې زمونږ د عزیزانو پر وړاندې تر سره کیږي د امریکا پر اوږو اچوو.

دوهم: نړیوال ادارې ملګري ملتونه او د نړۍ ټول خپلواکي غوښټونکي، که په دولتي ادارو کې کار کوي څه په ګوندونو او ډلو کې، د ټولو په هکله په بیلا بیلو برخو کې د خپلواکۍ په هکله دوی ته یادونه کوو.

دریم:

اسلامي او عربي ولسونه او هغه هیوادونه چې پریمن د تیري غندنه کوي زمونږ پر ولس تیری درک کوي او دې ته متوجه شوي، وایو چې پّ سیمه کې د امریکا له لوري د صهیونستي او امریکایي ګانونو له پورته کولوسر یو شمیر هیوادونه یوځای شوي دي دا هیوادونه له هغه څه سره یوځای شوي او ملاتړ یې کوي چې د نورو په ګته دي او په سر کې د فلسطین مسله ده او دې مسلو ته ټول را غواړو.

څلورم:

دیمن له ټول ولس څخه غواړو ترڅو د امینتي سرتیرو سره څنګ په څنګ ودریږي له دوی څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د پردیو پر وړاندې یو موټۍ او یو لاس پاتې شي مونږ له دوی څخه غواړو ترڅو له امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې وکړي او دوی ته خوراکي کاروانونه را واستوي، ځکه چې زمونږ ولس باید پریکړه وکړي او دا ولس د جنایتکارانو مخنیوی کولای شي د هغه جنایت چې له لسو میاشتو راهیسې را روان دی.

پنځم:

ټول سیاسي او انقلابي ځواکونه او جوړښتونه، رسنۍ او د تولنیزو شبکو ټول کارونکي پر یمن د یتري مخالف دي، د هغه تیري چې د عربستان له لوري چې د امریکا یوه کاریدونکي وسیله ده په لاره اچول شوی. له دې مخې مونږ ټولې رسنۍ او ولس د تیري پر وړاندې دریدو ته رابولو.

درود د وي زمونوږ پر پاکو شهیدانو او دوعا کوو د ټپیانو لپاره،

بریا او د پوځ اتلولي او د ولسي ځواک سرښندنه، لوړې او ټیټې، خوارې او هڅې به هرو مرو بریالی وي.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

پر یمن د پوځي تیري د سیاسي ګوندونو ایتلاف اجرایي پلاوی

صنعاء

یکشنبهد جنوری ۲۴ ، د ۲۰۱۶ زیږدیز کال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *