اشرف‌غنی احمدزی ۰۱۵د سرپرستی بهير ته به د روان کال تر پيله د پای ټکی کيښودل شي

ولسمشر د اوه گونو واليانو سره په ناسته کي ژمنه کړې چي د را روان کال د وري تر مياشتي به د اوسنيو سرپرستانو پر ځای وړ کسان وگمارل شي

د اوسنی حکومت څخه یو نیم کال د تیریدو په حال کې دی خو ډیری ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي دا هغه ستونزه ده چې په کراتو یې په هکله نیوکې شوې او له امله یې دیری کارونه په ټپه دریدلې دي. دا شکایتونه تر ولسمشر رسیدلي او ښاغلي غني ژمنه کړې چې دا بهیر به تر راتلونکو دوه اونیو پای ته رسوي.

دا پریکړه له ولسمشر سره د والیانو په څلورمه ناسته کې شوې ده. په هغه ناسته کې چې د زابل، غور، پکتيکا، پکتيا، جوزجان، پنجشير والیانو او د بلخ سرپرست والي په ګډون تر سره شوې ده. ولسمشر په دې ناسته کې د والیانو ستونزو د هواری او ددوی د واک کچې د لوړولو ژمنه کړې ده.

سمیه ایزو ارګانونو ویلي ټولې شوې ژمنې به پلې شي او ولسمشر به یې پر پلې کیدو ځارنه ولري د ولسمشر د لارښونو له مخې والیان باید په نوبت سره په دې ډول ناستو کې ګډون وکړي   هر والي اړ دی ترڅو له اړوند وزارت سره خپلې ستونزې شریکې او بیا یې د کابینې ناستې ته وړاندې کړيږ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *