د عراق د کردستان مشر مسعود بارزاني ځوی منصور بارزاني د دوه زره څوارلسم کال د مې په میاشت کې دوبۍ ته سفر کړی وو او په یوه شپه کې یې په قمار کې درې میلیونه ډالره بایللې ووn29.

د منصور ملګرو په لومړیو کې ده ته ویلي وو چې لوبه پای ته ورسوي ځکه چې د ګټلو لپاره ډيره چانس نلري خو ده نږدې تر سهاره دې لوبې ته دوام ورکړی تر هغې چې څو یې درې میلیونه دوه سوه زره ډالره بایلولي دي.

هغه مهال مسعود بارزاني په ناڅاپي دول پّ اربیل کې سیاسي ناستې ځنډولې او له دې پرته چې کوم پلان ولري د اماراتو له چارواکیو سره د لیدنې په موخه دوبی ته ځي ترڅو پر هغه رسوایې چې ځوی یې رامنځ ته کړې وه سرپوښ کیږدي.

د مسعود بارزاني یو بل زوی مسرور چې په کردستان کې د امینتي ادارې ریاست ور سپارل شوی، د بیت المال په لګولو کې له خپل ورور څخه مخکې شوی د خپلې خوښۍ لپاره یې سویس او امریکا هیوادونه ټاکلي دي ده په امریکا کې یوه ودانۍ په لس میلیونه ډالره پیرلې ده.

را اخستل شوی له: د قطر د کار او سوداګریزې مجلې څخه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *