سلفي ګري او د التحریر ګوند چې دواړه د سعودي عربستان له لوري په لاره اچول شوي، د قرغزستان او د سیمې ټولو هیوادونو لپاره لوی ګواښ شمیرل کیږي.

عربستان په تیرو کې د سلفي مبلغینو په استولو، د مدرسو او لویو جوماتونو په رغولو سره چې لویه پانګه شمیرل کې وکولای شول په منځنۍ اسیا هیوادونو کې د سفلي ګري بنسټپالي او د وهابیت دود او بنسټیز کړي13930912000233_PhotoL.

لویه اندیښه خو داده چې چې د قرغزستان ډیری ځوانان چې ددې دلو تر اغیزې لاندې راځي. دیری کسان په ډې کړۍ کې راځي چې په روسي ژبه پوهیږي او په ډې هیواد کې په میشتو ایغوریانو تر ډيره اغیزه کوي. ددې بهیرونو ملاتړې سیمه ایزو عالمان او مذهبونه نه مني او د اینټرنیټ له لارې د یو شیمر نورو په لارښونه عمل کوي او دوی ته دمنلو وړ وي.

په قزاقستان، قرغزستان او روسیه کې د سلفیانو او التحریر ګوند مفکوري او مذابیت ددوی له لوري له سرکشیو سره تړاو لري، ځکه دا دلې کولای شي د هغه پوښتنو ځواب ورکړي کوم چې په په دې هیوادونو کې د مبلیغین یې په ورکولو کې پاتې راغلي دي او نشي کولای دې پوښتنو ته ځواب ورکړي.

په دې وروستیو کلونو کې سلفیان په پټه فعالیت کوي. د بیلګې په ډول دوی د سیمه ایزو مسلمانانو په څير سپینې خولۍ نه په سر کوي او لمونځ د حنفي فقې له مخې تر سره کوي. د سلفیانو غونډې او ددوی زدکړې په میشت ځایونو کې تر سره کیږي چې کنترول او نیول یې ډير ستونزمن کار دی.

له دې سربیره سلفیان او التحریر ګوند د قرغزستیاني بندیانو ترمنځ پراخ فعالیت لري. اوس سلفیانو په خپلو کړنو کې بدلون راوستلي او خپلې تګلارې ته د سیمه ایزو ځانګړتیاوو له مخې بدلون ورکوي له دې سره چې دوی په ټولنیزو برخو کار کوي خپل پلویان په دولتي ادارو په ځانګړې توګه په پوځي برخو کې ځای پر ځای کوي.

ډيری قزاقي سلفیان اوس له خپلې لارې وتلي او اوس مهال ډيری په هغه ترهګریزو بریدونو کې ګډون کوي کوم چې په قزاقستان کې رامنځ ته کیږي خو خبر یې په رسنیو کې نه خپریږي.

لویدیځ هیوادونه غواړي په قرغزستان او دسیمې په نورو هیوادونو کې تکفیري ډلو له رامنځ ته کیدو سره مرسته وکړي ترڅو روسیه او ایران چې څه ناځه په آرمۍ کې ژوند کوي په نښتو او ستونزو اخته کړي.

را اخستل شوی له: د امیل نصرالدین اوف له لوري لیکل شوي په قرغزستان کې د دیني امنیت له کتاب څخه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *