د ملگرو ملتونو در يپوټ له مخې د عربستان په مشری د ايتلاف څرخي الوتکو هغه کسان چي له خپلو کورنو د تيښتي په حال کي وو په نښه کړي دي

په یمن کې د جګړې په تړاو او د بشر حقونو څخه د سرغړونې په هکله د ملګرو ملتونو کار پوه په یوه ریپوټ کې ویلي. د عربستان په مشری ایتلاف د یمن په تیرو333 لس میاشتینۍ جګړه کې د بشر حقونو قوانین تر پښو لاندې کړي او ډیری ځلې یې ملکي کسان په نښه کړي دي، خلکو ته یې لوږه ور بښلې او هغه کسان چې له خپلو کورونو د تیښتې په حال کې وو په نښه کړي دي.

دا ریپوټ په داسې حال کې خپور شوی چې تیره میاشت ملګرو ملتونو هم د عربستان په مشری ایتلاف له خوشه یې بمونو په کارولو تورن کړی وو او دا ددې لامل شو ترڅو د یمن حکومت په دې هیواد کې د بشر حقونو د سازمان د مشر د ایستولو حکم صادر کړي.

د ملګرو ملتون د څیړونکو په ریپوټ کې راغلي د بشر حقونو سازمان له لوري په خپاره شوي ریپوټ کې په دې هکله مالومات ورکړل شوي دي خو د هالند استازي د عربستان په غوښتنه له دې وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی دی نو له دې مخې دا کمیسیون جوړ نشو.

ملګرو ملتونو په یمن کې د روانو حالاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده او د امنیت شورا تورنه شوې چې د یمن په هکله یې له بیغوریه کار اخستی دی د یمن په کورنۍ جګړه او هوایي بریدونوکې تر اوسه شپږ زره کسان وژل شوي او دوه میلیون نور کډوالی ته اړ شوي دي له دې سره ویل شوي چې د یمن اتیا سلنه اوسیدونکي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *