په سوريه کي د سوله ايزو خبرو له پيليدو سره په دي هيواد کي د جگړې لمن پراخه شوې ده
په سوريه کي د سوله ايزو خبرو له پيليدو سره په دي هيواد کي د جگړې لمن پراخه شوې ده د ملگرو ملتونو بيرنيو مرستو همزي کونکي د امنيت په شورا کي ويلي په تيره يوه مياشت کې د ناامنيو سيمو شميره له پنځه لسو اتلسو ته رسيدلي ده چي له امله يي نيم ميليونه وگړي زيانمن شوي دي
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغزي کونکي د امنيت په شورا کي ويلي: د سوریې د پخلاینې له خبرو سره به دې هیواد کې جګړې ته زور ورکړل شوی او په تیره یوه میاشت کې د دولتي سرتیرو او ددوی د وسله والو مخالفینو له لوری د کلابندو سیمو شمیره له پنځه لسو اتلسو ته لوړه شوې ده. ده په سوریه کې له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو سوریان له سیاسته لوړ وګڼي او هغه سیمو ته چې د جګړې له امله زیانمنې شوي د مرستندویه ورتګ ته اجازه ورکړي. اوبرایان امنیت شورا ته ویلي: تاسو په سوریه کې د کیمیاوي وسلې په هکله پریکړه وکړه خو په میلیونونه د کلابندو سوریانو چې د ژوندانه له لومړنیو توکیو څخه بې برخې دي بیغوره پاتې شوی یاست. ده په سوریه کې ښکیلې ډلې او نړیواله ټولنه د سوریانو پر وړاندې په بیغوری تورنه کړې ده.
استيفن اوبرايان – ” د سوریانو ستونزو د مرستندویه ډلو د بیغوریو له امله ندي بلکې ددوی ستونزو د نړیوالې ټولنې د ناغیړی له امله دي چې په سوریه کې یې ددې حالاتو رامنخ ته کیدو ته اجازه ورکړې ده. مرستندویه ګامونه د سیاسي ګامونو ځای نشي نیولی د سوریې د ستونزې د هواری یواځینۍ لاره له سیاسي حل لارې کار اخستنه ده دوی باید خلک له سیاست لوړ وګڼي.”
د ملګرو ملتونو د ریپوت له مځې څلور سوه زره کسان اووس مهال د سوریې په بیلا بیلو سیمو کې کلابند دي او دولتي ځواکونه په ډیر بد حالت کې شپې ورځې تیروي چې د خورو له کمښت سره مخ دي ددوی په وینا څلور میلیونه وګړي خوړو ته لاس رسی نلري او دیارلس نیم میلیونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري