د کونړ د چپې درې او ماڼوګي ولسواليو دیني عالمانو او قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ، خو وايي چې حکومت دې په دې ولسواليو کې د بيارغونې پروژې پلې کړي.

د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه چې په ماڼوګي کې جوړه شوې وه، د دې ولسوالۍ او چپې درې سلګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.

دغې غونډې ته د کونړ والي وحیدالله کلیمزی، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل، د لوا قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزى او د ولایتي شورا مشر جمال الدين سيار ورغلي وو.

د ماڼوګي ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالظاهر وویل: “د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې زموږ بچیان دي او موږ د خپلو بچیانو په بشپړه توګه ملاتړي یو او همدارنګه په دې ولسوالۍ کې به هېچاته د دې اجازه ورنه کړو چې زموږ امنیت خراب کړي.”

خو ده زياته کړه، ماڼوګي یوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده او ډېری خلک يې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي، نو دولت دې په دې ولسوالۍ کې يو اساسي روغتون، سربندونه، ويالې، د اسعداباد او چپې درې ولسواليو سرک په اساسي توګه جوړ کړي.

د چپې درې ولسوالۍ یوه دیني عالم مولوي سید ملا پاچا هم وويل، چې د دې ولسوالۍ ټول خلک د خپلو امنيتي ځواکونو کلک ملاتړي دي او غواړي په دې سيمه کې د تل لپاره جګړه پاى ته ورسېږي.

د ده په وينا، سره له دې چې دوى د دولت ټول قوانين منلي او هم يې په تېرو ولسمشرزيو او ولايتي شوراګانو ټاکنو په پراخه کچه ګډون کړى و، خو هغه ژمنې چې د ټاکنو پرمهال شوې وې، يوه يې هم تراوسه نه دي عملي شوې، چې يو له هغو ژمنو څخه د ماڼوګي او چپي درې سرک جوړېدل و، چې تردې دمه نه دى جوړ شوى.

هغه وايي، له حکومته غواړي چې د هغو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړ کړې، چې نه يې لري او هم يو اساسي کلينيک ورته جوړ کړي.

د ولایتي شورا ریيس جمال الدین سیار بیا د دواړو ولسوالیو د خلکو ستونزې په ځای وبللې او له والي څخه يې غوښتنه وکړه، هغه ستونزې چې د ولایت په مقام پورې اړه لري، په کار ده چې ولس ته يې په اړه ډاډ ورکړل شي او هغه ستونزې چې مرکزي دولت پورې تړلې وي، اړينه ده چې والي يې د هواري په اړه لټه وکړي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د چپې درې او ماڼوګي ولسواليو د قومي مشرانو او دیني عالمانو مننه وکړه چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ يې اعلان کړ.

ده وويل، د چپې درې او ماڼوګي ولسواليو لوی سرکونو د اساسي جوړېدو په اړه يې له مرکزي حکومت سره خبره کړې او ډاډ يې ورکړی چې په دې کال کې به په کونړ کې سل کیلومتره سړک په اساسي توګه جوړوي.

نوموړي له دې دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د سولې لپاره کار وکړي او هغه مخالفین چې په غرونو کې دي، د خبرو له لارې دې د سولې له بهیر سره یوځای کړي، ترڅو د تل لپاره په کونړ کې امن او سوله راشي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو د امنیتي ځواکونو غاړو ته ګلان ور واچول او د عزت پګړۍ يې ور پر سر کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *