افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۳۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له نړیوالې ټولنې د ۳۹۳ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې دا پیسې په ۲۰۱۶ کال کې د ۳،۵ میلیونه کسانو لپاره د بیړني سرپناه، خوراکي توکو، اوبو او روغتیایي کومکونو ولګول شي.
ملګري ملتونه وایي، دا مرستې به په لومړي سر کې د جګړې له امله بېځایه شویو او له طبیعي پېښو زیانمنو کسانو او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو پر تغذیې ولګول شي چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی، مارک باوډن، وایي، دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې غوښتل شوې مرستې برابرې کړې او پرېنږدي چې افغانستان پر یوه هېر شوي هېواد بدل شي.
د هغه په خبره، ددې مرستیو د راټولولو لپاره په ملګرو ملتونو کې ځانګړی صندوق جوړ شوی دی.
ددې مرستو غوښتنه د افغانستان دولت په همکارۍ شوې ده.
دافغان حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله، ددې مرستو د غوښتلو په ناسته کې وویل، له غوښتل شویو مرستو به ۵۳ میلیون ډالره د بیړني سرپناه جوړولو، ۱۱۰ میلیون ډالره د کرنې، له ۳۹ میلیون ډالرو ډېر د روغتیا، له ۶۳ میلیون ډالرو ډېر د غذایي توکو، له ۴۲ میلیون ډالرو ډېر د غذایي خوندیتوب او ۲۰ میلیون ډالره د اوبو او پاتې په نورو برخو کې ولګول شي.
هغه زیاته کړه، افغان دولت هیله لري چې افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه د خپلو نورو ژمنو پوره کولو ترڅنګ، په دغه بشري برخه کې هم ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا ډول مرستې ددې ترڅنګ چې د خلکو ژوند ژغوري، پر دولت او نظام د خلکو د باور او ډاډ سبب کېږي.
ښاغلي عبدالله د دولت او همکارو بنسټونو لخوا ددې پروګرام پر څارنې ټنیګار وکړ، ترڅو د مرستو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.
ملګري ملتونه او افغان حکومت هرکال د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتنه کوي. تېرکال ددې پروګرام لپاره ۴۰۵ میلیونه ډالر غوښتل شوي وو.