د اسرايلو لومري د ملگرو ملتونو لوي منشي بانکي مون د ترهگرو پر رامنخ ته کولو تورن کري دي

بانکي مون تيره ورخ د امنيت شورا په ناسته کي د فلسطينيانو د خپلو په هکله پر اسرايلو نيوکه وکره او د فلسطينيانو وروستي پاخون او شخري يي د نيواک گري پر ور1412124495_ban-ki-mun-netanyahuاندي طبعي پيشي شودلي دي

د ملګرو ملتونو لوی منشي د امنیت شورا په ناسته کې، د فلسطنیانو او اسرایلو ترمنځ د شخړو په هکله ویلي: د فلسطینیانو وروستي بریدونه ددوی د سیمو د نیواک ګری پر وړاندې دي. ده ویلي: له نیمې پیړۍ راهیسې فلسطینیان د نیواک ګری تر سیوري لاندې ژوند کوي او د پخلاینې خبرې هم د له منځه تلو په حال کې دي.

د بانکي ددې څرګندونو په غبرګون د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونولوی منشي د ترهګری پر رامنځ ته کولو تورن کړی دی. د ملګرو ملتونو لوی منشي په خپلو خبرو کې د دواړو خواو له لوري تاوتریخوالی غندلی دی خو ویلي یې دي چې یواځې د اسرایلو له لوري امنیتي چمتوالی به د امنیت د ټینګښت لامل نشي او باید قانون په ټولو یو شانته پلی شي.

بان کي مون – ” پر جړې، موټر او وسلې سره برید چې د فلسطینیانو له لوري تر سره کیږي او زه یې غندم. د فلسطینیانو او اسرایلو ترمنځ نښتې هره ورځ د خلکو ژوند اخلي امینتي چمتوالی یواځې د امنیت د ټینګښت لامل نه ګرځي او نه هم د فلسطینی خوانانو هیلو ته دمه ورکولای شي. د سزا ورکولو قانون باید پر تولو پلی شي.”

د ملګرو ملتونو لوی منشی د اسرایلو له لوري د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د ښارګوټو رغاونه فلسطینیانو او نړیووالو ته سپکاوی ښودلی ویلي یې دي دوی حق لري ترڅو د یوه بل ترځنګ د دوه هیوادونو په هکله د اسرایلو دریځ تر پوښتنې لاندې راولي. له دې سره مون په دې وروستیو کې د فلسطینی ځمکو د نیولو او د دوی په خاوره کې د اسرایلو له لوري د یو سل پنځوسو نویو کورنو د رغولو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ویلي یې دي: د اسرایلو دا ګامونه پارونکي دي او دا د دواړو خواوو ترمنځ د ستونزو د ډیرښت لامل ګرځیدلی شي او سیاسي حل لارې رامنځ ته کول ناشونې کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور د اسرایلو پر وړانډې د امنیت شورا د ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده او د امریکا سفیر ویلي چې دوی د اسرایلو له لوري د ښارګوټو له رغاونې سره مخالف دي.

په فلسطین کې د اسرایلو له لوري نیواک ګري په داسې حال کې دوام لري چې د ملګرو ملتونو په ګدون نړیواله ټولنه یواځې غندنې کوي چې له مخې یې په دې وروستیو کې فلسطین د اسرایلو پر وړاندې د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *