د هلمند چارواکي وسله وال طالبانو تورنوي چې برید یې کړی خو، په خپله طالبانو لا څه نه دي ویلي.

د ډافا په نامه موسسې پر ماین پاکوونکو وسله وال برید د چارشنبې په ورځ د هلمند د ګرشک په ولسوالۍ د اوبازانو په سیمه کې وشو5E801498-C3FD-45E8-B758-946355A69381_w640_r1_s.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل چې د وسله والو طالبانو په دغه برید کې څلور ماین پاکان وژل شوي دي.

د ښاغلي ځواک په خبره په برید کې یو بل ماین پاک ټپي او یو هم ورک دی.

خو، وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

په افغانستان کې په تېر وخت کې هم پر ماین پاکانو بریدونه شوي چې یو شمېر یې وژلي شوي او ژوبل شوي هم دي.

پر دې سربېره یې ځنې نور تښتول شوي هم وو چې بیا وروسته ازاد کړل شوي دي.

افغانستان هغه هېواد بلل کیږي چې لا هم په ډېرو غرنیو سیمو کې ماینونه ښخ دي او وخت ناوخت وسله وال طالبان هم د خپلو مخالفانو پر لویو لارو ماینونه ښخوي.

د دغو ماینونو قربانیان تر ډېره ملکي افغان وګړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *