له دي سره چي داعش په عراق کي ماته خوړلې خو اوس هم دا ډله ددې هيواد پر وړاندي لوی گواښ دی

په عراق کي د ولسي ځواک يوه قومندان ويلي داعش ديری پيسې، پرمختللي وسلي او ډيری بهرني جنگيالي لري او دوی له هغه توغنديو کار اخلي کوم چي د امريکا له لوري په سوريه کي وسله والو ډلو ته ورکړل شوي وو150316093708_is_prison_in_syria_512x288__nocredit

د بدر سازمان مشر هادي امیري له یوې نړیوالې رسنۍ په مرکه کې ویلي: له ډې سره چې د داعش ډيری مشران او قومندانان له منځه تللي خو تراوسه هم دا ډله ځواکمنه ده. ددوی بریدونه ډیر بې باکه چټک دي او ددوی مرال ډیر لوړ دی او دا هغه څه دي چې رښتیا دي.

امیري زیاته کړې: هیڅ یوه ترهرګیزه ډله د نړۍ له بیلا بیلو برخو د جنګیالیو د جذبولو په برخه کې د داعش په څير پیاوړې نده او د ځوانانو ډلې د ترکیې له خاورې په سوریه او عراق کې د داعش له جنګیالیو سره یوځای کیږي. دې قومندان په تیرو اتلسو میاشتو کې د داعش پر وړاندې د امریکا په مشری د ایتلاف بریدونه تر پوښتنې لاندې راوستلي ویلي یې دي: دې بریدونو ډیره لږه اغیزه کړې ده ده ویلي د داعش لوژیستکي او نور مرکزونه روښانه دي او په دې بریدونو :ې په نښه شوي ندي او په عراق کې داعش له هغه توغندیو کار ا خلي کوم چې یو شمیر هیوادونو د سوریې دولت وسله والو مخالفینو ته ورکړي دي.

هادي اميري – ” نن داعش یو دولت دی د قوماندې مرکزونه لري ددوی مرکزونه مالومه دي ددوی د مشر او کاروانونو په هکله ټول مالومات لري ددوی د روزنې مرکزونه هم په ډاګه دي او مونږ تر اوسه اغیزمن هوایي بریدونه ندي لیدلي.”

د بدر سازمان چې له ولسي خلکو رامڼځ ته شوی په تیرو دوه کلونو کې له داعش څخه د تکریت رمادي بیجي او یو شمیر نورو سیمو په پاکوالي کې مهم رول لري دي قومندان ویلي: کله چې مونږ ډاډه شو چې د بغداد پر وړاندې ګواښ شتون نلري د موصل د خپلواکی لپاره به لاس په کار شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *