افغانستان د اداري فساد په لړ کې دريم ځاى خپل کړ
د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل کالني راپور کې ويلي دي چې افغانستان کې د شفافيت کچه د تېر کال په پرتله نوره هم خرابه شوې ده. تېر کال افغانستان په دې نوملړ کې څلورم و.
دا اداره هر کال د اداري فساد په لړ کې د نړۍ بېلابېلو هېوادو په اړه راپور وړاندې کوي. په خپل وروستي راپور کې دا اداره وايي “په افغانستان کې فساد ځکه ډېر شوی چې حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري”
د روڼتیا نړيوال سازمان د راپور ترمخه افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ په کچه د اداري فساد له پلوه دریم فاسد هېواد پېژندل شوی، خو په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ څلورم هېواد و چې اداري فساد په کې ډېر و.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د دې نړيوال سازمان د راپور خپرېدو سره هم مهاله ويلي چې “د ملي یوالي حکومت نه دی توانېدلی چې د فساد په کمولو کي کومه لاسته راوړنه ولري“.
دې بنسټ د اندېښنې په ښوولو سره ادعا وکړه چې افغان حکومت، د راتلونکي لپاره له فساد سره د مبارزي په برخه کی نه کوم پلان لري او “نه هم سیاسي اراده”.
د دې ادارې اجراییوي مشر، سید اکرام افضلي کابل کې يوې خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کي د وزګارتیا او ناامنیو د ډېرېدو تر ټولو لوی لامل هم اداري فساد دی.
دى وايي “له بدمرغه د افغانستان حکومت غښتلې سياسي اراده نه لري، ځکه هغه کارونه چې باید ترسره شوي وای تراوسه نه دي شوي، لکه د يوې شريکې ستراتيژۍ درلودل، د يوې قوي، غير سیاسي، مستقلې ادارې درلودل چې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي”.
د افغانستان د روڼتیا بنسټ همدارنګه وویل چې ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کي به افغانستان له دغه کتاره را وباسی، خو د ده په وينا فساد تر پخوا لا ډېر شوى دى.
د روڼتيا د نړيوال سازمان راپور ته په غبرگون کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند، جاوید فیصل، بی بی سي ته وویل چې د دغه راپور کره والي او صحت باید وارزول شي، خو ده تاکيد وکړ چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.
ښاغلي فيصل وويل ” لومړی بايد وکتل شي چې دغه راپور څومره کره دی، په ځانګړې توګه د افغانستان په برخه کې د هغوی معلومات څومره صحت لري او په دې اړه بايد پلټنه وشي.
دوهم دا چې د افغان حکومت مشران د فساد پر ضد خپلو ژمنو باندې ولاړ دي، په دې برخه کې تېر کال کار هم شوی دی، خو د فساد له منځه وړل يوه پروسه ده او وخت ته اړتيا لري”.
د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې پر وړاندې ځينې خنډونه پراته دي. له دې ډلې یو هم د دوی په وینا بې واکه موازې ادارې او د فساد پرضد د مبارزې د ځانګړي قانون نشتوالی دی.
دغه راپور ښيي چې افغانستان له سلو نمرو د ۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ۱۶۸ هېوادونو په کتار کی ۱۶۶ ځای لري.
د روڼتیا نړیوال سازمان وایي هغه هېوادونه چې د فساد سره د مبارزې په برخه کي يي پرمختګ کړي، ډېری يي لکه د افغانستان په څير د راپور په ټکو ناکام هیوادونه وو، خو افغانستان د پرمختګ پر ځای نور هم پر شاتګ کړی دي.